بدخشان کې شاوخوا لس ټنه تاریختېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول
د عامې روغتیا وزارت په بدخشان ولایت کې د څه باندې لس ټنه تاریختېرو او بېکیفیته درملو او خوراکي توکو سوځولو خبر ورکوي او وايي چې دغو توکو عامه روغتیا ته زیان رساوه. د عامې…
د عامې روغتیا وزارت په بدخشان ولایت کې د څه باندې لس ټنه تاریختېرو او بېکیفیته درملو او خوراکي توکو سوځولو خبر ورکوي او وايي چې دغو توکو عامه روغتیا ته زیان رساوه. د عامې…
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د کوچیانو روغتیايي مرکزونو ته د ۱۱.۵ میلیون افغانیو په ارزښت ۸۳ قلمه بېلابېل درمل ووېشل شول. د…
د مالیې وزارت وایي چې د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د هدایت پر اساس، له راتلونکو درېیو میاشتو وروسته له پاکستانه واردېدونکي درمل نه محصولوي. د مالیې وزارت نن په یوه اعلامیه کې لیکلي، د…
اروپايي ټولنه وايي چې د دې اتحادیې ۱۰۰ ټنه مرسته شوي درمل او طبي توکي تېره شپه کابل ته رسېدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د پاکستان د درملو جوړولو اتحادیې او د درملو تنظیم ادارې له مسوولینو سره انلاین ناسته کې له یاد هېواده افغانستان ته د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار کړی.
د لوګر په مرکز پلعلم کې ۱۱ ټنه له وخته تېر درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په سردار ګلمحمد خان صنعتي ښارګوټي کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د درمل جوړولو یوه کارخونه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې د هغو درملو د رالېږد مخه نيول شوې چې بېکیفیته وو او قانوني اسناد یې هم نه درلودل.
د ماشومانو ژغورنې سازمان اعلان کړی چې د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون د ۶۷۵ زره هغو کسانو درملنې پهموخه چې پر خطرناکو خو د مخنیوي وړ ناروغیو اخته دي، ۹۲ ټنه درمل افغانستان ته وارد شوي.
تېره ورځ د کندهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د درېنیم میلیون افغانیو په ارزښت ۵۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته درمل سوځول شوي دي.
ډاکټران وايي، د اسکاریس مخنیوي لپاره چې ماشومانو کې د چینجیو یو عام عفونت دی، د شخصي او چاپېریالي حفظالصحې مراعتولو ترڅنګ باید هرو شپږو میاشتو کې یو ځل ماشوم ته د چینجیو ضد درمل ورکړل شي.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د درې ټنه بېکیفیته او تاریختېرو خوراکي توکو او ۱۵ کارتنه درملو له سوځولو خبر ورکوي.
د پنجشېر عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د شپږ ټنه تاریختېر او بېکیفیته درملو له سوځولو خبر ورکوي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د روان لمریز کال په اوږدو کې ۸۳۵ ټنه تاریخ تېر او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل راټول کړي او له منځه وړي دي.
د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې نن يې په دغه ولایت کې نهه ټنه راټول شوي تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځولي دي.
د هلمند ولایت ځایي مسوولین وایې ، چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې یې شپږ درملتونونه او د خوراکي توکو پلورنځي وتړل او پنځه ټنه تاریخ تېر توکي یې وسوځول.
د خوړو او درملو ملي اداره وایي، افغانستان کې دا مهال ۵۸ کارخونې ۵۵۰ قلمه درمل تولیدوي خو بیا هم تېر کال هېواد ته د نږدې ۷۶۸ میلیون ډالرو په ارزښت درمل وارد شوي دي.
د خوړو او درملو ملي ادارې ۲۱۰ ټنه بېکیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه وړي دي او له سوداګرو یې غوښتي چې د نړۍوالو معیارونو خلاف درمل او خوراکي توکي هېواد ته وارد نه کړي.
د ټولنیزو شبکو ځیني کاروونکي په داسې حال کې هېوادوال د قد لوړولو، وزن ډېرولو او کمولو درملو خپلسرې کارونې ته هڅوي چې طبپوهان د دغه ډول درملو کارونه خطرناک ګڼي او وايي، دغه درمل د بېلابېلو او لاعلاجه ناروغیو لامل کېدای شي.
د اروزګان روغتیايي چارواکو نن هغه څلور ټڼه تاریخ تېر او بېکیفیته درمل وسوځول.