ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طب‌پوهان: د قد لوړولو، وزن ډېرولو او کمولو لپاره درمل مه کاروئ

طب‌پوهان: د قد لوړولو، وزن ډېرولو او کمولو لپاره درمل مه کاروئ

author avatar
23 Oct 2022 - 18:21
طب‌پوهان: د قد لوړولو، وزن ډېرولو او کمولو لپاره درمل مه کاروئ
author avatar
23 Oct 2022 - 18:21

کابل (پژواک، ۱ لړم ۱۴۰۱): د ټولنیزو شبکو ځیني کاروونکي په داسې حال کې هېوادوال د قد لوړولو، وزن ډېرولو او کمولو درملو خپلسرې کارونې ته هڅوي چې طب‌پوهان د دغه ډول درملو کارونه خطرناک ګڼي او وايي، دغه درمل د بېلابېلو او لاعلاجه ناروغیو لامل کېدای شي.

ډنګروالی، چاغښت او د قد لوړول هغه اندېښنې دي چې نن سبا د ښځو، نارينه‌وو او ځوانانو په منځ کې ټوکېدلې دي؛ په کابل ښار او ولایتونو کې یو شمېر شرکتونه په انلاین بڼه د دغو ستونزو د حل لپاره ځیني درمل اعلانوي.

په ټولنیزو شبکو کې د درملو خبرتیا

د «افغان مارت» په نوم یوې فېسبوک‌پاڼې «د قد لوړولو درمل» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی او پکې راغلي: «د قد لوړولو ترټولو مشهور او اصلي محصول په ټيټه بیه ترلاسه کړئ! د قد لوړولو ترټولو ډېر پلورل شوی محصول. نور اندېښنه مه کوئ! په نړۍ کې د FDA سازمان له لوري یوازینی (1000mg) محصول چې ۲۰ ډوله امینو اسید لري… که ستاسو قد هم ټيټ وي، نو سپارښتنه مو دا ده چې یوځل یې و ازمویئ.»

په دوام کې لیکل شوي: «دغه ټابلېټ ۶۰ دانې دي چې هره ورځ باید دوې دانې وخوړل شي، له ۱۵ تر ۴۵ کلنو کسانو لپاره توصیه کېږي او جانبي عوارض نه لري.»

دغه شرکت چې د کابل ښار په درېیم پروان سیمه کې دی او په انلاین بڼه هم درمل پلوري وايي، د دغه پکیج بیه ۱۰۰۰ افغانۍ ده او د استعمال په دې موده کې کولای شي له ۱۵ تر ۱۷ سانتي متره پورې قد لوړ کړي.

په ورته وخت کې، «فروشگاه آنلاین باکیفیت» په خپله فېسبوک‌پاڼه کې «په امریکا کې د جوړ بشپړ نباتي نیو ګامبو ګالډ د چاغوالي پکیچ» تر عنوان لاندې د یو ډول درملو یادونه کړې او لیکلي یې دي: « د نیو ګامبو ګولد پلس بشپړ نباتي د چاغوالي ټابلیت، اصلي او له بېرته ډنګرېدو پرته په دایمي توګه د ټول بدن د چاغښت لپاره ترټولو غوره کپسول دي.»

د دغې پاڼې مسوول د وټس‌اپ له لارې پژواک ته وویل، دغه شرکت په کابل، هرات، مزارشریف، جلال اباد، بدخشان، کندوز، بغلان، تخار، سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب او دایکنډي ولایتونو کې خپلو پېرودونکو ته درمل استوي.

نوموړي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ډاکټر له تجویز پرته پر خلکو د درملو پلورل جانبي عوارض نه لري؟ وویل: «نه، دغه درمل په امریکا کې جوړ شوي… او جانبي عوارض نه لري.»

«بامیکا انلاین پلورنځي» د «قد لوړوالي بشپړ نباتي او ضمانتي غوړي» تر عنوان لاندې یو مطلب  خپور کړی او ویلي یې دي چې د نړۍ ترټولو ډېر پلورل شوی محصول اوس په افغانستان کې ترلاسه کړئ.

د دغه شرکت مسوول د وټس‌اپ له لارې پژوک خبري اژانس ته وویل: «دغه غوړي د شپې له خوا استفاده کېږي چې لومړی باید پښې ومینځل شي او بیا د غوړو په پنځو پنځو څاڅکو غوړېږي، شاوخوا ۱۰ دقیقې باید مساج ورکړل شي او وروسته له ۱۰ تر ۲۰ دقیقو پورې پښې په ګرمو اوبو کې کېږدئ او مساج ورکړئ او دغه کار باید هره شپه تر ۶۰ ورځو پورې ترسره شي چې د دوه بوتلونو بیه یې ۱۲۰۰ افغانۍ ده. »

د هغه په وینا، دغه غوړي بشپړ نباتي دي او جانبي عوارض نه لري او په دوو میاشتو کې له ۴ تر ۵ سانتي متره پورې قد لوړوي.

فېسبوک کاروونکو د دغو مطالبو په اړه بېلابېلې تبصرې کړې دي.

د فېسبوک یوه کاروونکي شهرت غضنفر تر دغه مطلب لاندې لیکلي: «فریب او چل خپل حد لري، که په یو محصول سره چې بیه یې له ۱۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو ډېره نه ده، قد لوړېدلای، نو ټولې غربي نړۍ به دغه کار کاوه، خو هغه قد چې الله راکړی په هیڅ ډول اوږدېدلای او لنډېدلای نه شي، ملګرو هیڅکله په دغه ډول بې کیفیته محصولاتو مه تېر وزئ، مه یې اخلئ، ځکه موږ یې چې فکر کوو، جانبي عوارض یې په مراتبو تر هغه ډېر دي…»

خو ځینو یې بیا هرکلی کړی او د بیې، د پلورنځي د پتې او نورو په اړه یې معلومات غوښتي دي.

ځیني هېوادوال چې دغه درمل یې کارولي، په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د کابل ښار د میرویس میدان (کوټه سنګي) اوسېدونکې ۲۴ کلنې مهناز چې د خپل وزن ډېرولو لپاره درمل کاروي، پژواک ته وویل: «چاغوالی می خوښېږي، خو له هرې لارې چې ومې غوښتل چاغه شم، نه چاغېدم؛ د خوړو منظم رژیم مې درلود، خو بیا هم چاغه نه شوم او اوسمهال د چاغوالي لپاره «gain up» درمل خورم، پلورونکي په ضمانت راکړي، د یوې میاشتې لپاره استفاده کېږي، جانبي عوارض نه لري او د ډاکټر له مشورې پرته یې کاروم.»

د هغې په وینا، د دغو درملو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ ده چې هره ورځ د یوې میاشتې لپاره دوه – دوه ټابلیټ خوړل کېږي، په انلاین بڼه یې پېرلې دي.

په ورته وخت کې، ۲۵ کلنه فوزیه چې یو کال مخکې یې د قد لوړولو لپاره ځیني درمل کارول، وايي: «قد مې ټيټ دی او ملګرې مې لوړ قدونه لري، له دې امله ځورېږم؛ یوې ملګرې مې د یوې فېسبوکپاڼې لېنک را واستاوه چې د دغه درمل اعلان یې خپور کړی و، ما هم پرېکړه وکړه چې دغه درمل وکاروم او په انلاین بڼه مې وپېرل، دغه ټابلیټ مې هره ورځ د ۶۰ ورځو لپاره دوه دوه خوړل.»

نوموړې د دغو درملو د پایلې په اړه وویل: «دغه درمل مې ۴۵ ورځې وخوړل، نه یوازې چې پایله یې نه درلوده، بلکې د پښتورګو او د سخت سر درد تکلیفونه یې راته پیدا کړل.»

ډاکتران وايي، په خپلسرې توګه د یادو درملو له کارولو دې ډډه وشي

د کابل په وزير محمد اکبرخان روغتون کې د عمومي داخله ناروغیو متخصص‎ ډاکتر سيد فريدشاه رفيعي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ډاکتر له نسخې پرته په خپل سر د درملو کارول ناسم کار دى.

هغه زیاته کړه: «هغه درمل چې د وزن ډېرولو لپاره کارول کېږي، ښايي د اشتها زیاتوالي او انابوليک سټروئیډي هورمونونو (هغه هورمونونه یا امپول چې د وزن ډېروالي لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي، ونومول شي)، سټروئیډونه په بدن کې د مایعاتو د راټولېدو له امله رامینځته کېږي چې د مصنوعي چاغوالي یا ډېر وزن لامل کېږي چې د ډېرو عوارضو رامنځته کېدو لکه د وینې لوړ فشار، د شکرې او د پښتورګو ناروغۍ، د هډوکو د ورستېدو او نورو لامل کېږي.»

د هغه په ​​وينا، هغه درمل چې د وزن کمولو لپاره کارول کېږي، د اشتها د کمېدو لامل کېږي او ښايي د ډېرو جانبي عوارضو لکه د زړه ناروغۍ، د وينې لوړ فشار، د معدې او رواني او عصبي ستونزو لامل  شي.

سرچينه زياتوي، د قد لوړولو لپاره هم د ودې له هورمونونو او سټروئیډ انابوليټونو استفاده کېږي چې ‎دغه درمل هم د ډېرو هورموني ستونزو لکه جنسي کمزورتیا، د وينې لوړ فشار، د زړه ناروغۍ، د پښتورګو ناروغۍ، شکرې او سرطان لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: «په ټوله کې زما مشوره دا ده چې د وزن زیاتولو یا کمولو او یا د قد لوړولو لپاره د طبي درملو له کارولو ډډه وشي او غوره دا ده چې د طبیعي لارو چارو لکه د مناسب غذايي رژیم درلودل او  ورزشي تمریناتو سره د دغو برخو له متخصصینو سره په مشوره ورزش کولو ته مخه کړي، څو د خپلسرو درملو له ناوړه پایلو سره مخ نه شي.»

په همدې حال کې، د کابل په انتاني روغتون کې ټرېنر او متخصص ډاکتر فريدالله عمري پژواک ته وويل، هغه کسان چې د وزن زياتولو یا کمولو او قد لوړولو لپاره دغه درمل کاروي، جانبي عوارض لري او په راتلونکي کې له روغتيايي ستونزو سره مخ کېږي.

هغه زياته کړه، د وزن زياتولو لپاره د درملو کارول د بدن د غوړو حجم زياتوي، د بدن د پړسوب، د هډوکو د ورستېدو او نرمېدو او دغه‌راز د سترګو د ليد کمزوري کېدو او ځینو نورو ناروغيو لامل ګرځي.

سرچينه زياتوي، هغه درمل چې خلک يې د وزن کمولو لپاره کاروي، جانبي عوارض لري چې د اضطراب، بې خوبۍ، د وينې د فشار لوړېدو، د بدن د اوبو کموالي او دغه‌راز د یادو درملو کارول ښايي د کاروونکي د مرګ لامل هم شي.

هغه زياته کړه، د قد لوړېدل، د وزن زياتېدل او کمېدل طبيعي دي او هیڅ درمل پرې مثبت اغېز نه لري؛ هغه کسانو چې ډاکتر ته یې مراجعه کړې او يا هم دغه درمل په انلاين ډول پېري، د کارولو سپارښتنه ورته نه ده شوې او ښايي جانبي عوارض ولري.

سرچينې زياته کړه: «د قد د لوړوالي په برخه کې ترسره شوې څېړنې ښیي چې د قد له ٦٠ تر ٧٠ سلنې لوړوالی یا ټیټوالی په مستقيم ډول له جنیټيک سره اړیکه لري، تغذيه او ورزش هم په دې برخه کې رول لري، خو د قد لوړولو لپاره ځانګړي درمل نشته.»

هغه زياته کړه، هغه درمل چې په تجارتي ډول د قد لوړوالي، وزن ډېروالي او کموالي په نوم د هېواد په بازارونو او درملتونونو کې پلورل کېږي، بايد په کلکه ډډه ترې وشي.

نوموړي سپارښتنه وکړه، که غواړئ چې وزن مو ډېر شي، په ورځ کې له ۵ ځلو ډېر خواړه وخورئ، له مېوو او په ځانګړې توګه کیلې، شیدې او هغو خوراکونو څخه استفاده وکړئ چې نشایسته ولري، دغه کار کولای شي وزن ډېر کړي او کوم جانبي عوارض هم نه لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وویل چې دا موضوع به وڅېړل شي او زیاته یې کړه: «په هر ځای کې چې دغه او نور درمل په ناقانونه توګه پلورل کېږي، موږ یې مخنیوی کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا څلور کاله وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي و، دغه وزارت په دوکانونو او نورو ځایونو کې د غیرمسلکي او غیر مسوولو کسانو له خوا د جنسي پیاوړتیا، چاغولو، ډنګرولو او داسې نورو تر نامه لاندې بې کیفیته درمل پلورلو مخنیوی کوي.

Visits: 331

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.