ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: ماشومانو ته باید له هرو شپږو میاشتو وروسته د کولمو چینجیو ضد درمل ورکړل شي

ډاکټران: ماشومانو ته باید له هرو شپږو میاشتو وروسته د کولمو چینجیو ضد درمل ورکړل شي

author avatar
23 Apr 2024 - 16:54
ډاکټران: ماشومانو ته باید له هرو شپږو میاشتو وروسته د کولمو چینجیو ضد درمل ورکړل شي
author avatar
23 Apr 2024 - 16:54

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۳): ډاکټران وايي، د اسکاریس مخنیوي لپاره چې ماشومانو کې د چینجیو یو عام عفونت دی، د شخصي او چاپېریالي حفظ‌الصحې مراعتولو ترڅنګ باید هرو شپږو میاشتو کې یو ځل ماشوم ته د چینجیو ضد درمل ورکړل شي.

اسکاریس(Ascariasis) د کولمو عام چینجی دی چې تر ۳۰ سانتي مترو وده کولای شي. دا چینجی چې د کولمو غټ چینجي په نوم هم یادېږي، په ماشومانو کې ډېر عام دی.

په «باسط تخصصي روغتون» کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سیدعلي همدرد پژواک خبري اژانس ته وویل: «اسکاریس چینجی یو ډول پرازیټ دی چې د انسان په کولمو کې د اسکاریازز په نوم یو ډول ناروغي رامنځته کوي، دغه پرازیټ ډېری ماشومانو او لویانو کې د اسکاریازز ناروغي رامنځته کوي.»

هغه وايي، اسکاریس چینجی چې د انسان په کولمو کې تر ۳۰ سانتي مترو پورې وده کولای شي، د نړۍ نږدې څلورمه برخه خلک پر دې ستونزه اخته دي او ډېری ماشومان له درې کلنۍ څخه تر شپږ کلنۍ پورې پر دې ناروغۍ اخته کېږي؛ ځکه چې خپله شخصي حفظ‌الصحه په سمه توګه نشي مراعتولای.

د هغه په خبره، د یاد چینجي تخم د ککړو اوبو او خوړ له لارې د انسان کولمو ته ننوځي او هلته په لاروا او بیا په اسکاریس چینجي بدلېږي.

نوموړي زیاته کړه: «کوم خلک چې پر دې پرازیټ اخته وي، اسکاریس یې په کولمو کې تخم تولیدوي او هماغه تخم د غایطه موادو له لارې خارجېږي، په ځانګړې توګه هغه خلک چې بهر رفع حاجت کوي، د دغه چینجي تخم اوبو، خاورو او خوراکي توکو سره یو ځای کېږي… کله چې ماشوم ککړو خاورو یا اوبو کې لاس وهي او بیا یې نه مینځي او خولې ته یې وړي، دغه تخم له دې لارې معدې ته ځي او له معدې څخه کولمو ته انتقالېږي.»

هغه وايي، ځینې وخت د اسکاریس چینجي موجودیت د انسان په بدن کې کومې نښې نه لري؛ خو په اوږده موده کې پر دغه ناروغي اخته کس ته بې‌اشتهايي، د نس مبهم درد، د زړه بدوالی، د وزن کمښت، خسته‌ګي او پیچ ناروغۍ پیدا کېږي.

ډاکټر همدرد وايي چې د اسکاریس چنجي درملنه اسانه او په لنډ وخت کې کېږي، خو د دې لپاره چې ماشومان ژر ژر پر اسکاریس اخته کېږي، نو سپارښتنه کېږي چې هر شپږ میاشتې باید د چینجي ضد درمل ورکړل شي.

هغه وايي، هغه ماشومان چې په کولمو کې اسکاریس چینجی لري، که ژر یې درملنه ونه شي، نو ورځ تر بلې یې اشتها کمیږي او بلاخره ناروغ پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

همدرد زیاتوي چې که د انسان په کولمو کې د چینجیو شمېر ډېر وي، نو د انسان په کولمو کې بندښت رامنځته او ورته د ګیډې سخت درد پیدا کېږي چې په پایله کې عملیات ته اړتیا پیدا کېږي.

هغه د حفظ‌ الصحې په مراعاتولو د ټینګار ترڅنګ وویل: «د اسکاریس چینجي د مخنیوي لپاره باید په خاورو کې له لاس وهلو ډډه وشي، له ډوډۍ خوړلو مخکې لاسونه خامخا په ګرمو اوبو او صابون ومینخئ او د ماشومانو ترمنځ د اسکاریس چینجي د خپرېدو مخنیوي لپاره هغوی ته د لاسونو منیځلو سمه لارښونه وکړئ.»

دغه‌راز، په کابل کې «د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټېټیوټ» کې د ماشومانو او نوو زیږېدلو د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر خالد صافي وویل: «اسکاریس د لوله‌یي چینجیو یو ډول دی چې د انګل په ډول د انسان په کولمو کې ژوند کوي، د اسکاریس چینجیو هګۍ د حفظ الصحې نه مراعاتولو او د ناپاکو اوبو او ډوډۍ له لارې په بدن کې خپریږي، که ناپاکه مېوه او سبزي له مینځلو پرته وخوړل شي، نو د دغه چینجي هګۍ د خولې، ستوني او معدې له لارې کولمو ته رسیږي او هلته په چیجنیو بدلیږي.»

هغه وایي پر اسکاریس اخته ډېری کسان هیڅ نښې نښانې نه لري، خو ځیني نښې لکه په مدفوع کې د چنجي لیدل، تبه، استفراق، اسهالات او د ګېډې دردونه لري.

د هغه په خبره، ماشومانو کې د اسکاریس چینجي عمده نښې نښانې کم‌اشتهایي، کم‌خوني او کم وزني ده.

ده هم د فردي او چاپېریالي حفظ الصحې په مراعتولو ټينګار وکړ او ویې ویل: «زموږ او تاسې په ټولنه کې بې‌وزلي او فقر ډېر دی، حفظ الصحه سمه نه مراعتیږي، نو له دې کبله پېښې ډېرې وي.»

پایوازان

باسط روغتون کې د غزني ولایت یوه پايواز ګل‌احمد پژواک ته وویل: «دوه درې اونۍ مخکې مې دلته زوی راوست، ډاکټر ورته درمل ورکړل د ګېدې مشکل یې درلود، اشتها یې نه درلوده، کم‌خونه و، اوس یې درمل خلاص شوي بیا مو راوست چې ډاکټر څه وایي.»

هغه وویل زوی یې اووه کلن دی او د اسکاریس چینجي پر ناروغۍ اخته دی.

دغه‌راز یوې بلې پایوازې لیلا وویل: «لور مې څلور کلنه ده، ډاکټر چې معاینه کړه راته یې وویل چینجی لري، درمل یې ورکړل اوس شکر ښه ده.»

دا چې ړد دویم ځل لپاره یې خپله لور د معاینې لپاره ډاکټر ته راوستې، وایي: «د لور به مې تل پر ګېډه درد و او کله کله به یې د زړه بدوالی هم درلود، ورځ تر بلې یې وزن کمېدو‎، ډوډۍ یې نه خوړله کله مې چې ډاکټر ته راوسته درمل یې ورکړل چینجي یې وغورځېدل.»

نوموړې وایي چې اوس یې لور د تقویتي درملو اخیستو په موخه دغه کلینیک ته راوستې؛ ځکه لور یې کم اشتها او کم‌خونه ده.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.