Language

په خوشامند ولسوالۍ کې شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

ښرنه (پژواک، ٥ غويى ٩٥): د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې د پولیسو پر رینجر موټر د سرک غاړې ماین چاودنه شوې چې يو پوليس په کې وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

د خوشامند ولسوال ګلاخان پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده چاودنه نن غرمه شاوخوا یوولس بجې د ملي پولیسو پر رینجر موټر شوې، چې ياده مرګ ژوبله په کې اوښتې ده.

ده زیاته کړه، پولیس له ولسوالۍ څخه خپلو کورونو ته په رخصتۍ روان وو، چې له یادې پیښې سره مخامخ شول.

د ښرنې د ملکي روغتون  يوې سرچینې هم پژواک ته وويل، دوی ته له یادې پیښې څخه پنځه ټپیان ور وړل شوي، چې د دوو تنو روغتیایي حالت یې نازک وو او د ښې درملنې لپاره یې کابل ته ولېږدول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د یادونې ده چې تېره ورځ هم د وازېخوا ولسوالۍ په مهمان کلا سیمه کې یو ملکي وګړی د ماین چاودنې وژلی و.

login or register a new account.

Related Topics