کندوز (پژواک، ۸ غویی ۹۵): د کندوز امنیه قوماندانۍ د دغه ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې د لسو وسله والو طالبانو د وژلو او شلو نورو د نیولو خبر ورکوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کندوز امنیه قوماندان مل پاسوال محمدقسیم جنګل باغ وايي چې د چاردرې ولسوالۍ په غونډي کلي کې د امنیتي ځواکونو د تېرې شپې په عملیاتو کې لس طالبان وژل شوي او شل نور نیول شوي دي.
هغه وايي چې د طالبانو یو ډلمشر قاري نجیب الله هم د وژل شوو طالبانو په ډله کې دی.
نوموړي وویل چې وسله وال مخالفین له یاد کلي ايستل شوي او ټاکل شوې چې د امنیت د ټینګښت لپاره یې سیمه ییز پولیس وګومارل شي.
د غونډي کلي یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې په کلي کې یې تېره شپه د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
هغه وویل چې نن سهار یې په کلي د دوو وسله والو مړي لیدلي دي.
د هغه په خبره چې په غونډي کلي کې شاوخوا ۱۵ وسله والو شتون درلود خو اوس نشته او دی د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نه لري.
هغه وویل چې نن سهار امنیتي ځواکونو د دغه کلي د خلکو کورونه تلاشي کړل او وروسته له کلي ووتل.
هغه وايي چې اوس په کلي کې امنیتي سرتېري او وسله وال شتون نه لري.
login or register a new account.