خوست ښار (پژواک، ١٥ غويى ٩٥): د جلغوزيو د پروسس او بسته بندۍ يوه فابريکه په خوست ولايت کې د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د خصوصي سکتور په چوکاټ کې جوړېږي.
د خوست والي حکم خان حبيبي د غويي په ١٥مه د يادې فابريکې د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې په دې بابريکه به لومړی جلغوزي له پروسس او بسته بندۍ وروسته چين او نورو اروپايي هېوادونو ته د افغانستان په نوم صادرېږي.
د هغه په وينا، دغه فابريکه د خوست ښار لوېديځ لور ته د اداري کمپلېکس مخې ته پر څلور جريبه ځمکه جوړېږي.
نوموړي زياته کړه چې د شمېرو له مخې هر کال له دغه ولايته له اتو څخه نيولې تر ۱۲زره ټنو پورې جلغوزي په قاچاقي ډول لومړی پاکستان ته انتقالېږي او له هغه ځايه بيا نورو بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.
هغه وويل: ((دغې فابريکې ته به د لويې پکتيا په ګډون د يو شمېر ختيځو ولايتونو جلغوزي راوړل کېږي چې د افغانستان د اقتصادي بيارغونې په برخه کې لوی ګام دی او له دې دا څرګنديږي چې خوست د پانګونې لپاره مناسب چاپېريال لري.))
والي همدارنګه په خپلو خبرو کې وويل، ژمن دی چې په دغه ولايت کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره کړي.
په ورته وخت کې د خوست د سوداګرۍ او صنايعو امر بهرام برهاني وايي چې د يادې فابريکې په جوړېدو سره به افغان سوداګر وکولی شي چې خپل جلغوزي په ډېرې اسانۍ په نړيوال بازار کې په لوړه بيه وپلوري.
هغه زیاته کړه: ((دا مهال زموږ سوداګر يو کيلو جلغوزي په پاکستان باندې په اووه او اته ډالر خرڅوي او پاکستان يې بيا په چين باندې په دوه ويشت ډالر خرڅوي، خو په نړيوال مارکېټ کې د يو کيلو جلغوزيو بيه تر اتيا ډالرو پورې رسېږي.))
په خوست کې د جلغوزيو د اتحاديې يو مسوول شهزاده هم وايي چې دا مهال د افغانستان جلغوزيو په نړيوال بازار کې د پرديو هېوادونو په نوم پلورل کېږي.
خو هغه وايي چې د دې فابريکې په جوړېدو سره به You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن