کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۵): د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د فلسطین او سوریې ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کوربه په توګه یې د فلسطین رسمي غوښتنه منلې او د هغه لپاره چمتووالی نیسي.
د هېواد د فوټبال فدراسیون په هغې خبرپاڼه کې چې په فیسبوک کې یې خپره کړې، ویلي چې په دې برخه کې یې د فلسطین د فوټبال فدراسیون له خوا یو رسمي لیک ترلاسه کړی دی.
په دغه لیک کې ویل شوي، ټاکل شوې د فلسطین او سوریې د فوټبال ملي لوبډلې تر خپل منځ سیالي وکړي او له افغانستانه غوښتل شوي چې د دې سیالۍ کوربه توب وکړي.
خبرپاڼې په اسیا کې د افغانستان پر څېره د دې لوبې پر مثبت اغېز په ټینګار راغلي: ((دغه غوښتنه د لوبو لپاره د کابل د کوربه توب پر شرایطو د فلسطین د فوټبال باور او هیله ښيي.))
تر اوسه د دې لوبو نېټه نه ده په ډاګه شوې خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون زیاته کړې چې یاد لیک یې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی، که یاد وزارت یا په ټوله کې د افغانستان دولت هوکړه وکړي، د فوټبال فدراسیون د دې سیالیو کوربه توب لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو ته چمتو دی.
د فلسطین دغه وړاندیز په داسې حال کې کېږي چې د هېواد د فوټبال ملي ټیم د نا امنیو او د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د مخالفت له امله د اماراتو د ۲۰۱۹ ملتونو په مقدماتي جام کې د خپلو سیالیو د مستقیم کوربه توب له حقه محروم و او ایران یې د کوربه په توګه ټاکلی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP