Language

په لوګر کې له زيانمنو کورنيو سره د غوړیو مرسته پيل شوه

پل علم ( پژواک،۲۲ غويى ۹۵): د لوګر له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست له لوري  د دغه ولايت له زرګونو زيانمن شوو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل کړه.

د ياد رياست سرپرست نجيب الله نايبي د غويي په ٢٢مه، ددې مرستو د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې مرستو کې يوازې غوړي شامل دي چې د بېړنيو حالاتو کمېټې له خوا ورته ورکړل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دا غوړي به د ولايت د مرکز او ولسواليو پر ٣٣٣٣ هغو کورنيو ووېشل شي چې په طبيعي پېښو کې زيانمن شوې دي.

د نايبي په وينا، دا ټول  د څلور ميليونه افغانيو په ارزښت شاوخوا څلوېښت زره لېتره غوړي دي چې هرې کورنۍ ته به ١٢ لېتره غوړي ورکړل شي.

د ولايت د مرکز پل علم اوسېدونکى سيد حبيب الله وايي چې سېلابونو يې په پنځه جريبه ځمکه کې ولاړ غنم وړي او ده ته يې اقتصادي ضربه رسولې ده.

هغه پر حکومت نيوکه وکړه چې له دوى سره يې يواځې د ١٢ لېترو غوړيو مرسته وکړه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.