Language

نهو وسله والو او دوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار- پل علم (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥):  د لوګر او کندهار ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ٩ وسله والو او دوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي چې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې چې يو په کې وژل شوى او بل ټپي شوى دى.

پېښه د دې ولسوالۍ په چهارسنګ سيمه کې شوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دوو ملکي وګړو چې پر موټرسايکل سپاره وو، هغه مهال د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه چې خپل کور ته پر لاره وو.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او بل ټپي دی چې ټپي وګړى د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوى دى.

د ده په خبره، په دې وروستيو کې يو ځل بيا وسله والو مخالفينو په لارو کې د ماينونو ځاى پر ځاى کولو ته زور ورکړى چې ډېره مرګ ژوبله په کې ملکي وګړو ته اوړي.

دراني دغه راز خاکرېز ته څېرمه د شاوليکوټ ولسوالۍ د عملياتو په اړه هم معلومات ورکړل چې د کندهار- اروزګان د لارې د خلاصولو په موخه روان دي.

دغه لاره له تېرو دریو اوونيو راهيسې له هغه وروسته د وسله والو طالبانو له خوا د ماينونو او خندقونو په وسيله وتړل شوه چې پر امنيتي پوستو يې بريدونه وکړل او يو شمېر پوستې سقوط شوې.

نوموړى وايي، عمليات د ګډو ځواکونو له خوا پر مخ ځي او له تېرې ورځې راهيسې د شاوليکوټ د کته سنګ په ساحه کې ١٢ کړۍ ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

د ده په خبره، امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې دغه مهمه لار ژر د خلکو پر مخ خلاصه کړي؛ ځکه د لارې د بندېدو له امله د کندهار په ځينو ولسواليو او په خپله اروزګان کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې او خلک له ستونزو سره مخامخ دي.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو پر پوستو وسله وال بريد شوى، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دې ولسوالۍ امنيتي سرچينې وايي، تېره شپه يوه ډله وسله وال له ډيورنډ کرښې را اوښتي وو او د سرحدي پوليسو پر پوستو يې وسله وال بريد پيل کړ.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.