پل علم (پژواک ٢٥ غويى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي، د دې ولايت د څرخ ولسوالۍ لپاره د طبيعي پېښو له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته شويو سلګونه لېتره غوړيو د خرڅلاو مخه نيولې او په دې تړاو يې درې تنه نيولي دي.
د دې ولايت د والي وياند سليم صالح، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څرخ ولسوالۍ د طبيعي پېښو له امله زيانمنو شويو کورنيو سره د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست له لوري تېره چهارشنبه ٤٢٠٠ لېتره غوړي مرسته وشوه.
ده زياته کړه، کله چې ياد غوړي د دې رياست له ګودام څخه د څرخ د ولسوالۍ موټرچلوونکو ته تسليم شوي، نو هغه دا غوړي پل علم ښار ته وړي او هلته يې پر يوه هټيوال پلورل، چې په همدې مهال د ملي امنيت د منسوبينو له لوري لاس په لاس نيول شوى دى.
د هغه په وينا، د دې پېښې په تور موټرچلوونکى عطاءالله، هټيوال محمدنعيم او د غوړيو باروړونکي مازدا موټر چلوونکى حبيب الرحمن نيول شوي دي.
صالح وايي، تېره اونۍ د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا د لوګر له زيانمنيو شويو کورنيو سره د ولايت په کچه ٤٠زره لېتره د غوړيو مرسته وکړه، چې له دې څخه د څرخ ولسوالۍ ونډه ٤٢٠٠ لېتره وه.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د څرخ له ولسوال خليل الله کمال سره خبرې وکړي، خو ونه توانېد.
څرخ د پل علم سوېل لور ته په ٣٠ کيلومترۍ کې ناامنه ولسوالي ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP