Language

په تېرو دوو میاشتو کې په شمال زون کې سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

مزارشريف (پژواک، ۲۷ غويی ۹۵): د شمال زون د نظم عامه پوليسو عمومي قومانداني وايي چې په تېرو دوو مياشتو کې يې په دغه زون کې یې د پسرلنيو عملياتو په ترڅ کې ۵۰۲ وسله وال مخالفين وژلي دي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون د عامه نظم قوماندان مل پاسوال حبيب الله قريشي د غويي په ۲۷مه په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې په شمال زون کې د ګډو افغان ځواکونو له خوا پسرلني عمليات په بريا پر مخ روان دي.

نوموړي زياته کړه چې د ياد زون په بغلان، بلخ، جوزجان، فارياب او سرپل ولايتونو کې له تېرو دوو مياشتو راهیسې د شفق په نوم پسرلني عمليات روان دي.

د هغه په وينا، دغه عمليات په بېلابېلو بڼو په يادو ولايتونو کې ترسره شوي چې په هره سيمه کې يې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

مل پاسوال قريشي وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې د يادو عملياتو په ترڅ کې ۵۰۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې موده کې ځای ځای افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، ۲۰ سرتېري وژل شوي او ځيني ټپيان شوي دي.

د شمال زون د عامه نظم عمومي قوماندان په دغه زون کې د وسله والو طالبان له خوا د عمري په نوم عمليات هسې پروپاګند وګاڼه او ويې ويل چې پر امنيتي مسوولينو يې هېڅ ډول نظامي فشار نه دی راوړی.

نوموړي زياته کړه چې دښمن له تحرکي بريدونو کار اخلي چې له امله يې په ځينو سيمو کې عامو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

هغه د شمال زون د لويو لارو امنيت ډاډمن وباله، خو زياته يې کړه چې وخت ناوخت وسله وال مخالفين د پلخمري- کندوز او پلخمري- مزار لويې لارو د نا امنه کېدو په موخه لويو سړکونو ته د لنډې مودې لپاره راوځي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.