ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د کتاب او مطالعې اونۍ ونمانځل شوه

په خوست کې د کتاب او مطالعې اونۍ ونمانځل شوه

author avatar
16 May 2016 - 16:50
په خوست کې د کتاب او مطالعې اونۍ ونمانځل شوه
author avatar
16 May 2016 - 16:50

خوست (پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): په خوست ولايت کې د کتاب او مطالعې ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې له ځوانانو د ډېرې مطالعې او لوست غوښتنه وشوه.

هغه غونډه چې په همدې موخه د خوست په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې جوړه شوې وه، د خوست د والي مرستيال شېر بادشاه ارګوني، د اطلاعاتو او فرهنګ پر رييس او مامورينو سربېره د مدني ټولنې يو شمېر غړو او د کتاب مينه والو په کې برخه اخيستي وه.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد امين شاه الفت غونډې ته وويل چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د اړوند وزارت په غوښتنه د کتاب اونۍ نمانځل کېږي چې يوه اونۍ به دوام وکړي.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې د کتاب په دې اونۍ کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له عامه کتابتون څخه د دوو زرو په شاوخوا کې کسان ليدنه وکړي او بېلابېل کتابونه مطالعه کړي.

الفت وويل: ((د کتاب اونۍ د دې لپاره هر کال نمانځل کېږي، څو په دغه ولايت کې محصلين، د ښوونځيو زده کوونکي او د علم مينه وال له کتاب او مطالعې سره اشنا او په ټولنه کې د کتاب لوستنې ارزښت زيات شي.))

الفت د دغه ولايت له شتمنو خلکو غوښتنه وکړه چې د ياد رياست د کتابتون په غني کولو کې له دوی سره مرسته وکړي، څو نور خلک د کتابونو په لوستلو سره خپله معنوي پانګه لا قوي او بډايه کړي.

د خوست د والي مرستيال شېر بادشاه ارګوني د کتاب لوستنې اونۍ په مراسمو کې وويل چې افغانستان د نړۍ په کچه وروسته پاتې هېواد دى چې لوى لامل يې بې سوادي، له کتاب او مطالعې څخه لرې والی دی.

نوموړي زياته کړه، هغه ټولنه چې علمي پانګه ونه لري، نو وګړي به يې وروسته پاتې وي، نو لازمه ده چې په دې برخه کې نوی نسل کتاب لوستنې او مطالعې ته وهڅول شي، څو د علم پر بنسټ بسټيز پرمختګ رامنځته شي.

ارګونی زياتوي: ((د خوست ولايت مقام اداره ژمنه ده چې له دې لړۍ سره پوره همکاري وکړي او د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې به د خوست له عامه کتابتون سره مرسته وکړي.))

ليکوال او ژورنالېست ګل شريف هڅاند هم په خپلو خبرو کې وويل چې د کتاب په مرسته د يو شخص افکار او مهمې خبرې په اساسي ډول خوندي کېږي او هېڅکله له منځه نه ځي، نو لازمه ده چې د خپلو لوړو اشخاصو افکار په ليکلي ډول چاپ او نوي نسل ته وړاندې شي.

هغه زياته کړه: ((موږ په خوست ولايت کې دوه لوی کتابتونونه لرو چې يو د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست او بل د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې دی، نو د مطالعې له مينه والو مې غوښتنه ده چې له کتابونو څخه ګټه واخلي.))

د يادې غونډې په ترڅ کې د خوست ادبي بهير له خوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له عامه کتابتون سره د بېلابېل ډوله کتابونو مرسته هم وشوه چې محصلين او د ښوونځيو زده کوونکي به ترې سالمه ګټه پورته کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.