خوست ښار (پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): د خوست يو شمېر اوسېدونکي د ولسي جرګې او د ولايتي شورا له ځينو غړو ناخوښ دي او وايي، هغه ژمنې چې دوی د کمپاينونو پر مهال له دوی سره کړې وې، د هغوی په پلې کولو کې پاتې راغلي.
د خوست دغو اوسېدونکو يادې څرګندونې د غويي په ٢٧مه د هغه يو ورځني سيمينار په ترڅ کې وکړې چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) له لوري په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د دغه ولايت د استازو په ګډون جوړ شوی و.
د ګربزو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اميرشاه د دغه سيمينار په لړ کې وويل چې د ولسي جرګې او د ولايتي شورا ځينو غړو هغه ډول چې لازمه وه، د دغه ولايت د خلکو د ستونزو او مشکلاتو په حل نه دي توانېدلي.
نوموړی په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو له استازو غوښتنه وکړه، هغه ژمنې چې د کمپاين په ترڅ کې يې د دغه ولايت له اوسېدونکو سره کړې، هغه په عمل کې پلې کړي.
هغه زياتوي: ((په لومړي سر کې د هوايي ميدان ستونزه لرو، که څه هم کار يې پيل شوی او هيله مو دا ده چې دغه ميدان په نړيوالو معيارونو جوړ شي، د دې تر څنګ د برېښنا، د ذخيروي بندونو او د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ځينو ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتون هغه ستونزې دي چې دوی ورسره مخ دي.))
مدني فعاله مېرمن کامله اکبري بيا په ياد سيمينار کې وويل چې په دغه ولايت کې د ښځو ستونزو ته د لاسرسي په برخه کې ډېر مشکلات موجود دي.
نوموړې د ولسي جرګې له غړو غوښتنه وکړه چې د خوست ولايت د ښځو ستونزو ته د حل لار پيدا کړي.
دې زياته کړه: ((په خوست ولايت کې يواځې د ښځو چارو رياست موجود دی چې د سرپرستې له خوا اداره کېږي او هغه هم د ښځو ستونزو ته څه ډول چې لازمه ده، ځان نه شي رسولی، بايد چې په دې باندې ژر تر ژره غور وشي.))
بل لور په ولسي جرګه کې د خوست ولايت استازې سايرې شريف هم ياد سيمينار ته په خپلو خبرو کې دا ومنله چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي ډېری وخت د موکلينو د ستونزو د هواري پر ځای په شخصي کارونو باندې بوخت وي.
خو هغه زياتوي ، کله ناکله نا امني هم د دې لامل کېږي چې د ولسي جرګې غړي خپلو ولايتونو ته له تګ څخه منع کوي.
هغه وايي: ((تر يوه حده اوسني شرايط هم د دې سبب شوي چې يو چارواکی د خپل پلان او خپلو وعدو په پوره کولو کې پاتې راغلی وي، ما تر خپله وسه پورې په انفرادي او په ټوليزه توګه خلکو ته کار کړی او مستند اسناد هم په لاس کې لرم.))
د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزی هم وايي، هغه ژمنې چې وکيلان يې د کمپاينونو په موده کې له خلکو سره کوي، زياتره يې نه عملي کېږي، خو وايي چې د مخکې په پرتله د ولايتي شورا اوسنۍ دوره خپل ولس ته ژمنه ده.
واحدزی زياتوي: ((له بده بخته ووايم چې د ولس غوښتنې زياتې وي او هغه څه چې د کمپاينونو په دوران کې وعده شوې وې، هغه نه ترسره کېږي، خو زه وايم چې خوستوال دې په دې ولايتي شورا شکر وباسي.))
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) د پارلماني اړيکو مسوول پاينده حکمت د ياد سيمينار په يوه څنډه کې پژواک اژانس ته وويل، له دغه پروګرام څخه يې موخه دا ده چې د ولسي جرګې او د ولايتي شورا له غړو سره د خلکو د ستونزو شريکول دي.
هغه زياته کړه: ((موږ د اړوند ولايت وکيلان له ځان سره ولايت ته بيايو، څو د خلکو ستونزې له نږدې وګورو او موږ غواړو چې په دې وطن کې د ځواب ورکولو اصل رواج شي، د قوانينو پر اساس وکيل ولس ته بايد ځواب ووايي.))
حکمت همدارنګه وويل چې دغه بنسټ له تېرو درېيو کلونو راهيسې له ولسي جرګې څارنه کوي او د دې څارنې راپورونه د مطبوعاتو له لارې له ولس سره شريکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP