ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس او درې ساتونکي يې ټپيان شول

د پکتيا د ولايتي شورا رييس او درې ساتونکي يې ټپيان شول

author avatar
18 May 2016 - 15:17
د پکتيا د ولايتي شورا رييس او درې ساتونکي يې ټپيان شول
author avatar
18 May 2016 - 15:17

خوست ښار (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د ناپېژاندو وسله والو په يو بريد کې د پکتيا د ولايتي شورا رييس او د هغه درې ساتونکي ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال قادرخان ځدراڼ د غويي په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل چې بريد تېره شپه د ګردېز اړوند د ميلن په سيمه کې د ولايتي شورا د رييس عبدالروف خان ځدراڼ پر کور شوی دی.

نوموړي زياړته کړه چې په پېښه کې په خپله عبدالروف خان ځدراڼ، د هغه دوه ساتونکي او يو پوليس ټپيان شوي چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

قوماندان دغه بريد د حکومت د وسله والو مخالفينو کار وباله، خو مستقيماً يې کومې وسله والو مخالفې ډلې ته د مسووليت ګوته ونه نيوه.

د سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک اژانس ته وويل چې د بريد په پايله کې دواړو غاړو سخته جګړه وکړه، خو د ولايتي رييس او د هغه د ساتونکو له ټپي کېدو پرته د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.