Language

د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ووژل شو

کندهار (پژواک ٣٠ غويى ٩٥): په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان جنرال بصير شهروند د سړک غاړې په چاودنه کې ووژل شو.

پر نوموړي نن غرمه هغه مهال چاودنه وشوه، چې د کندهار- اروزګان د لويې لارې د خلاصېدو په موخه د پيل شوو عملياتو په لړ کې شاوليکوټ ولسوالۍ ته تللى و.

د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ د عامه اړيکو مسوول محسن سلطاني پېښه تاييد کړه، خو په اړه يې نور معلومات ور نه کړل.

خو د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته منله چې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال بصير شهروند د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، جنرال بصير شهروند د کندهار- اروزګان د لويې لارې د خلاصېدو لپاره د پيل شوو عملياتو په لړ کې نن د شاوليکوټ ولسوالۍ کته سنګ سيمې ته تللى و او هلته يې د امنيتي ځواکونو له پوستو ليدنه کوله، چې پر موټر يې د ماين چاودنه وشوه.

دى وايي، په دې پېښه کې جنرال شهروند وژل شوى چې وروسته يې جسد د چورلکې په وسيله د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ ته رسول شوى دى.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت په غاړه اخيستى او د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې نوموړى يې له څو نورو ملګرو سره وژلى دى.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې وسله والو طالبانو د کندهار- اروزګان لويه لار، له هغه وروسته د ماينونو او خندقونو په وسيله وتړله چې د شاوليکوټ ولسوالۍ اړوند په کته سنګ او البک سيمو کې يې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او يو شمېر پوستې سقوط شوې.

د يادې شوې لارې د خلاصولو لپاره له هماغه وخته عمليات دوام لري چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو لا هم لار د ترافيکو پر مخ نه ده پرانيستل شوې.

امنيتي چارواکي وايي، د شاوليکوټ ولسوالۍ کته سنګ او البک غرنۍ سيمې دي، چې له ماينونو څخه د لارې د پاکولو عمليات په کې ورو روان دي.

تر دې وړاندې دغلته د پيل شوو عملياتو په لړ کې د کندهار د لويو لارو ساتنې د پوليسو مشر حاجي لالا هم د ماين په چاودنه کې سخت ژوبل شوى و.

login or register a new account.

Related Topics