لښکرګاه (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۵): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه او وسله وال طالبان يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دريو ورځو راهيسې په مارجې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه د مارجې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري نومول شوى ولسوال قاري فدامحمد او ٢٤ نور طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د دې جګړې پر مهال يو امنيتي سرتېرى وژل شوى او ٧ نور ټپيان دي.
ځواک وايي چې امنيتي ځواکونو د مارجې ولسوالۍ ١٥ کيلومتره هغه سيمه بېرته نيولې چې تر اوسه يې واګې له وسله والو طالبانو سره وې.
په مارجې ولسوالۍ کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان تورن جنرال محمدعالم حليم پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې له ځمکني او هوايي ځواک څخه کار اخيستل کېږي.
هغه زياته کړه: ((تر لس کيلومتره پورې سيمه موږ نيولې ده، خو د طالبانو خښ شوي ماينونو او په سيمه کې د خلکو شتون زموږ د دغو عملياتو مخه ډپ کړې ده.))
ده وويل چې امنيتي ځواکونه په دې جګړه کې له چټکۍ څخه کار نه اخلي؛ ځکه خو تر اوسه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
حليم هم وويل چې په دې جګړه کې د قاري فدا محمد په ګډون ٢٤ طالبان وژل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، فدا محمد له خپلو درېيو ساتونکي سره نن سهار په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي لعل اغا پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په درېيو سيمو (شين غزک، وکيل وزير او سيفون) کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
ده هم وويل چې امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې ډېر پرمختګ کړى ان تر اووم او نهم بلاکه پورې رسېدلي دي.
login or register a new account.