Language

د بلخ د شولګر ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

مزار شريف (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د بلخ د شولګر ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د غبرګولي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د شولګر ولسوالۍ امنيه قوماندان بسم الله خان قوماندانۍ لوري ته روان و چې د ولسوالۍ مرکز ته نږدې پرې د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.

دى وايي چې په دې چاودنه کې يواځې قوماندان وژل شوى او څلور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د دراني په وينا، د وژل شوي قوماندان مړی د مزارشريف مرکزي روغتون ته لېږدول شوى دى.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي.

تېره مياشت د دې ولسوالۍ د کشندې ولسوالۍ امنيه قوماندان هم د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوى و.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د بلخ په ځينو ولسواليو کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې او د والي عطاءمحمد نور په مشرۍ په ځينو ولسواليو کې چاڼيز عمليات هم روان دي. 

login or register a new account.