ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلکو د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ وکړ

د خوست خلکو د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ وکړ

author avatar
2 Jun 2016 - 15:35
د خوست خلکو د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ وکړ
author avatar
2 Jun 2016 - 15:35

خوست ښار (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): په خوست کې سلګونو ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو د يوې غونډې په ترڅ کې د افغان حکومت او د حزب اسلامي تر منځ له بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ څرګند کړ.

يادو ديني عالمانو او قومي مشرانو همدارنګه د غبرګولي په ١٣مه جوړې شوې یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار راتګ به نورې وسله والې ډلې هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته لېوالې کړي.

د افغانستان د مجاهدينو د سراسري شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ وويل چې د ملي يووالي حکومت په دننه کې ځينې کړۍ په دې هڅه کې دي چې د افغان حکومت او د حزب اسلامي تر منځ روانې خبرې له ځند او خنډ سره مخ کړي.

نوموړي همدارنګه له وسله والو طالبانو هم غوښتنه وکړه چې د حزب اسلامي په څېر د بين الافغاني مذاکراتو مېز ته راشي او له جګړې لاس واخلي.

هغه زياته کړه: ((زما په فکر هغه کړۍ چې د افغانستان د بين الافغاني سولې مخالفې دي، هغه په حقيقت کې په جنګ کې ګټې لټوي او په جنګ کې يې قدرت ترلاسه کړی دی، زموږ غوښتنه دا ده چې د شخصي ګټو پر ځای بايد ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړل شي.))

مدني فعال او د خوست شيخ زايد پوهنتون استاد رباني وحدت غونډې ته وويل چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په حکومت او له حکومت څخه د باندې پراخ ملاتړي لري او د هغه راتګ به د سولې په برخه کې يو مثبت ګام وي.

د نوموړي په وينا، د حکمتيار راتګ به د وسله والو طالبانو او د افغان حکومت تر منځ هم د بين الافغاني خبرو ته لار پرانيزي، خو په دې برخه کې ځيني خنډونه موجود دي چې بايد له منځه ولاړ شي.

هغه زياتوي: ((ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي، که طالبانو ته هغه شرايط چې دوی يې غواړي برابر شي او د هغو کړيو او هېوادونو چې نه غواړي وسله وال طالبان په سوله کې شريک شي، د هغوی د خنډونو مخنيوی وشي، نو دوی به هم د افغانستان د سولې له پروسې سره يو ځای شي.))

د دغه ولايت عام خلک هم د افغان حکومت او د اسلامي حزب تر منځ د بين الاافغاني مذاکراتو هرکلی کوي او وايي چې د کلبدين حکمتيار په راتګ سره به په هېواد کې سوله راشي.

د خوست ښار يوه اوسېدونکي قديرالله ساحل پژواک خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې وويل چې دوی د حکمتيار راتګ ته ډېر خوښ دي او هيله ده چې د هغه په راتګ سره په هېواد کې جنګ جګړې ودرېږي.

ده زياته کړه: ((سوله د هېواد د هر اصيل بچي ارمان دی او د ګلبدين حکمتيار راتګ هېواد ته ډېر ګټور دی، موږ نور له جنګونو ستړي شوي يو او هيله ده چې نور د بې ګناه افغانانو وينې تويې نه شي.))

د ځينو حکومتي سرچينو له قوله ښايي چې په نږدې راتلونکي کې به له اسلامي حزب سره هوکړه لیک لاسلیک کړي، خو دا چې هوکړه ليک به کله لاسليکېږي، تر اوسه نه ده څرګنده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.