Language

د کندوز ولايتي شورا د دغه ولايت د والي او امنيه قوماندان پر غيابت نيوکه وکړه

کندوزښار (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د کندوز ولايتي شورا د دغه ولايت د والي او امنيه قوماندان پر غيابت سخته نيوکه کوي او وايي چې د دغو دوو لوړپوړو چارواکو نشتوالى د دې سبب شوى چې د کندوز امنيتي وضعيت بدتر شي.

د کندوز د ولايتي شورا مشر محمديوسف حبيب ايوبي وايي چې د کندوز ځايي اداره د خلکو د امنيت په خوندي کولو کې ناکامه ده او اوسنى وضعيت هم د سختې اندېښنې وړ دى.

هغه وايي چې د کندوز والي اسدالله عمرخېل او امنيه قوماندان قسيم جنګل باغ له څو ورځو راهيسې له هېواده بهر وتلي او د دغو دوو لوړ پوړو چارواکو په نشتوالي کې د کندوز امنيتي وضعيت داسې خراب شوى دى.

هغه پر مرکزي حکومت د نيوکې تر څنګ وايي چې په داسې حالت کې د کندوز دوو لوړپوړو چارواکو ته رخصتي ورکول کېږي.

اسدالله عمرخېل  کابل ته د سفر په اړه څه ونه ويل، خو يوه نږدې کس يې وويل چې نوموړى د درملنې لپاره کابل ته تللى او ډېر ژر به بېرته کندوز ته راستون شي.

د کندوز امنیه قوماندان قسيم جنګل باغ هم له تېرو پنځلسو ورځو راهيسې کوم هېواد ته سفر کړى دى.

په ورته وخت کې د کندوز ولايتي شورا مشر په دغه ولايت کې د طالبانو له لوري د وژل شوو مسافرو شمېر ١٨ کسه اعلان کړ او ويې ويل چې د ١٦ مړي يې په سيمه کې ترلاسه کړي او د دوو نورو مړي سيند ته غورځول شوي او ٨ نور مسافر لا هم د طالبانو په بند کې دي.

وسله والو طالبانو د غبرګولي په ١١مه د شپې دوه بجې څه باندې ٢٠٠ مسافر چې له کابل نه بدخشان او تخار ولايتونو ته روان وو، د کندوز اړوند ساحه کې له موټرو ښکته کړل او وروسته يې ١٢ کسان ووژل او اته نور تر اوسه هم ورسره بنديان دي او پاتې يې راخوشي کړل.

د کندوز ولايتي شورا مشر وايي چې د پاتې بنديانو د راخوشي کولو لپاره د قومي مشرانو په منځګړيتوب هڅې روانې دي، خو امنيتي ځواکونو تر اوسه د بندي مسافرو د راخوشي کولو لپاره هېڅ ډول اقدام او عمليات نه دي کړي.

نوموړى ادعا کوي چې د کندوز ولايت ٧٠ سلنه ساحې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي او که چېرې وضعيت همداسې دوام وکړي، نورې ساحې به هم د هغوى لاس ته ورشي.

خو د کندوز والي د دې ادعا په ردولو سره وايي چې وسله والو مخالفين په کندوز کې دايمي اډې نه لري او د ولايت هېڅ کومه سيمه يې په واک کې نه ده.

login or register a new account.

Related Topics