کندهار (پژواک، ١٤غبرګولى ٩٥) : د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر يوه تراکتور د ماين چاودنه شوې چې يو تن يې وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په شهيدانو سيمه کې شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د ميوند ولسوالۍ د شهيدانو د سيمې درې تنه اوسېدونکي په تراکتور کې د خپلې کروندې پر لور روان وو، چې د سړک د غاړې ماين چاودنه ورباندې کړې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او دوه نور سخت ټپيان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.
د ده په خبره، پوليسو سمدستي د پېښې ځاى ته ځانونه رسولي او ټپيان يې د دې ولسوالۍ ملکي روغتون ته لېږدولي دي.
دى وايي، دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
په کندهار کې د سړک د غاړې ماينونه نه يواځې امنيتي ځواکونو، بلکې ملکي وګړو ته هم لوى ګواښ دى، ځکه ډېره مرګ ژوبله په کې دوى ته اوړي.
په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن