Language

سلګونو لاريون کوونکو د بلخ د والي د لرې کولو غوښتنه وکړه

مزارشريف (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې سلګونو لاريون کوونکو د بلخ د سرپرست والي د لرې کولو غوښتنه وکړه.

ياد لاريون چې د بلخ ولايتي شورا د ځينو وکيلانو له خوا بدرګه کېده، د غبرګولي په ۱۵مه له فردوسي څلورلارې پيل او د ولايتي شورا مخې ته پای ته ورسېد.

لاريون کوونکو د هېواد ملي بيرغونه او د بلخ د سرپرست والي تصويرونه چې چلپاوې پرې کش شوې وې، له ځان سره لېږدول.

دوی د ((موږ په بلخ کې د يو حزب او يو قوم د حکومت د پای ته رسېدو غوښتنه کوو، د بلخ سرپرست والي دې لرې شي، بلخ کې دې داسې والي مقرر کړای شي چې حزبي نه وي.)) شعارونه ورکول.

د ولايتي شورا مرستيال او د جنبش ګوند غړي شجاع الدين شجاع چې د ياد لاريون يو له تنظيموونکو څخه وو، لاريون کوونکو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې دوی په بلخ کې د روانو بې عدالتيو پر وړاندې راټول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((تاسو ټول پوهېږئ چې په بلخ کې د قدرت انحصار موجود دی، د دغه انحصار له لارې يوه ډله د بلخ د ټولې هستۍ پر خپلولو اخته ده.))

هغه د غير مسوولو وسله والو او په غير قانوني توګه د وسلو وېش ته يو ځل بيا اشاره وکړه چې د همدغه ډول ستونزو پر وړاندې يې غږ پورته کړی دی.

شجاع وويل: ((څوک چې زموږ پر روان مدني حرکت باندې د بې نظمۍ جوړولو نوم ږدي، هغوی وېرېږي چې د همدغو مدني حرکتونو له لارې يې د يو قلم په مرسته له بې عدالتيو پرده پورته کوو.))

نوموړي له مرکزي دولت څخه د بلخ د سرپرست والي د لرې کېدو د غوښتنې تر څنګ وويل چې بايد په بلخ ولايت کې يو زړه سواند، عادل او داسې شخص چې له ټولو قومونو سره ښې او نږدې اړيکې ولري، پر دنده وګومارل شي.

د ولايتي شورا پخوانی رييس محمد ابراهيم خير اندېش چې ياد لاريون له بدرګه کوونکو څخه وو، لاريون کوونکو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې والي ته په خطاب کې وويل: ((د بلخ محترم والي صېب څوارلس کاله مو خلکو ته دوکه ورکړې ده. نور بس دی.))

نوموړي پر والي تور ولګاوه چې په تېرو څوارلس کلونو کې يې د بلخ د امنيت لپاره هېڅ هم نه دي کړی، بلکې د بلخ امنيت د خلکو له خوا نيول شوی دی.

هغه د بلخ والي ته په خطاب کې وويل چې نن يې هم د ياد لاريون د مخنيوي لپاره په بېلابېلو ډولونو هڅې وکړې، خو د بلخ عدالت غوښتونکي خلک ونه وېرېدل او را غونډ شول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.