Language

ناپېژاندو وسله والو په چاربولک کې درې عام وګړي ووژل

مزارشريف (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٥): د بلخ ولايت په چاربولک ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو درې عام وګړي په ډزو وژلي دي.

د بلخ امنيه قومندانۍ وياند شېرجان دراني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د چاربولک په شرشره سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي، خو دا لا نه ده جوته چې دا کسان وسله والو مخالفينو وژلي او که د خپلمنځيو شخړو په پايله کې وژل شوي دي.

د شرشرې سيمې يوه اوسېدونکي محمد جان، پژواک ته وويل، دغه کسان په موټر کې ناست وو او کله چې د مزار لويې لارې ته د وتلو په حال کې وو، مخپټو کسانو چې په موټرسايکلونو کې سپاره وو، ډزې وکړې او ويې وژل.

login or register a new account.