Language

د شاهين قول اردو له تعليمي مرکزه سلګونه ځوانان  فارغ شول

مزارشريف (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۵):د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو له تعليمي مرکز څخه څه باندې ۱۱سوه ځوانان له نظامي زده کړو فارغ شول.

د دغې قول اردو قوماندان ډګر جنرال عبدالحميد حميد د غبرګولي په ۲۳مه، له نظامي زده کړو څخه د فارغو ځوانانو په وياړ غونډې ته وويل چې وسله والو مخالفينو د خپلې بې وسۍ له امله د شمال زون د لويو لارو په ځينو برخو کې د عامو خلکو په ځورولو لاس پورې کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې نن د قول اردو له تعليمي مرکز څخه ۱۱۴۴ ځوانان په بېلا بېلو برخو کې له نظامي زده کړو فارغ شول.

د هغه په وينا، په يادو فارغينو کې ۳۰۰ تنه به د ټيم ليډرۍ، ډرېورۍ او تخنيکي برخو کې د لا زده کړو لپاره څلورمياشتې نورې زده کړې هم وکړي.

ډګر جنرال حميد وويل چې پاتې ځوانان به د قول اردو  جز و تامونو کې ووېشل شي.

هغه د شمال زون په لويو لارو کې د وسله والو طالبانو لخوا د عامو خلکو د ښکته کېدو په تړاو وويل  چې وسله والو له افغان ځواکونو سره د جګړې وس بايللی.

نوموړي زياته کړه چې په لويو لارو کې د خلکو د ښکته کېدو له امله هغوى هڅه کوي چې پر دوى فشار راوړي.

د هغه په وينا، دوی به هېڅکله وسله وال مخالفين دې ته پرې نه ږدي، چې عامو خلکو ته ستونزې پيدا کړي.

ډګر جنرال حميد له عامو خلکو هم هيله وکړه چې د وسله والو مخالفينو د هر ډول عمل پر وړاندې له دوی سره ملاتړ وي او معلومات ورسره شريک کړي.

نوموړي زياته کړه چې دم ګړۍ هم د شمال زون په بېلا بېلو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي، چې بېګا شپه يې هم ۱۲ وسله وال وژلي دي.

د کندوز ولايت اوسېدونکي سېلاب افغان، چې له دغو نظامي زده کړو فارغ شوی، پژواک ته وويل چې له هېواده سره د مينې له امله يې د ملي اردو ليکو کې ځای نيولی.

نوموړي زياته کړه: ((اقتصادي حالت مو ښه نه و، بس تصميم مې ونيو، چې اردو ته ځم، په معاش به مې د کور ګوزاره کېږي او زه به د وطن خدمت کوم.))

login or register a new account.

Related Topics