خوست ښار (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): په خوست کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې يو ماشوم وژل شوی او د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.
په دغه ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، نښته نن سهار د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ د ملي اردو پر قرارګاه د سپکو او درنو وسلو له بريد سره سمه پيل شوه.
سرچينه وايي، د نښتې په لړ کې چې شاوخوا یو ساعت يې دوام وکړ، پر يوه کور د هاوان د يوې مرمۍ د لګېدو په پايله کې يو ماشوم وژل شوی او يوه ښځه ټپي شوې ده.
سرچينه همدارنګه زياتوي چې په نښته کې يو بل ملکي وګړی او يو د ملي اردو سرتېری هم ټپيان شوي خو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د سيمې يوه اوسېدونکي نسيم الله پژواک اژانس ته وويل چې سهار يې د سپکو او درنو وسلو غږونه واورېدل، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د ملي اردو منسوبين وايي چې هاوان طالبانو ويشتلی، خو تر اوسه دغې ډلې د نننۍ نښتې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP