Language

د پکتیا د ولایتي شورا یوه غړي پولیس وهلی

ګردېز (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): د پکتيا د ولايتي شورا يوه غړي په ګردېز ښار کې يو پوليس وهلى دى چې اوسمهال په تندر قول اردو کې تر درملنې لاندې دى.

په ګردېز ښار کې د لومړۍ امنيتي حوزې امر دويم څارن غلام صديق پکتياوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شپې شاوخوا نهه بجې د ولايتي شورا غړى سردارمحمد ملنګ زوی له خپلو ساتونکو سره حوزې ته ورغلی دى.

هغه وايي چې ملنګ زوى او ساتونکى يې د تلاشۍ پر مهال له پوليسو سره لاس او ګرېوان شوي دي.

نوموړی وايي چې د ولايتي شورا دې غړي له خپلو ساتونکو سره د دې حوزې يو پوليسو ډېر سخت وهلى دى چې اوسمهال په تندر قول اردو کې تر درملنې لاندې دى.

ده زياته کړه: ((موږ له لوړو مقاماتو څخه غوښتنه کوو چې دغه قضيه په جدي ډول وڅېړي، تر څو په راتلونکي کې  دغه ډول پېښې تکرار نه شي.))

د هغه په وينا، له پوليسو سره دا ډول ناوړه چلند قانون ته بې احترامي ده او د پوليسو پر روحيه ناوړه اغېز کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ پژواک ته وويل: ((موږ هم د دې موضوع څخه په ورته ډول خبر شوي يو او دواړه لوري مو را غوښتي چې خبره روښانه شي.))

ځډراڼ وايي چې دغه مسئله بې برخليکه نه پرېږدي او له قانون سره سم به يې په اړه اجراات وکړي.

د ولايتي شورا غړي سردار محمد ملنګ زوى د پژواک له پرله پسې ټينګار وروسته هم په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا اوسېدونکو وخت په وخت په ادارو کې د ولايتي شورا د ځينو غړو له بېځايه لاسوهنو او زورواکو څخه شکايت کوي.

څو مياشتې وړاندې په ګردېز ښار کې د ولايتي شورا د دې ډول کړنو پر وړاندې لاريون هم شوى و.

login or register a new account.