ګردېز (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٥): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په سيدکرم ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله پنځه طالبان وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د سيدکرم ولسوالۍ د کوه سين په سيمه کې وسله وال طالبان په يوه مدرسه کې د ماين په جوړونه بوخت وو چې ماين پرې چاودنه کړې ده.
نوموړی وايي چې په دې چاودنه کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
ځدراڼ وايي: ((موږ پلټنې پيل کړې څو پوه شو چې په دې چاودنه کې په کوم شمېر طالبان وژل شوي دي.))
د سيدکرم ولسوالۍ د کوه سين سيمې اوسيدونکی نورالله پژواک ته وويل چې تير ماښام ديادې سيمې د خوشحال خېلو په مدرسه کې په وسله طالبانو د ماين چاودنه شوې ده.
نورالله په دې چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياده موضوع تاييد کړې ده.
د دې اعلاميې له مخې چې په دې چاودنه کې پنځه وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
سرچينه وايي چې په چاودنه کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو د یادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي خو په خپله انټرنېټ پاڼه کې یې ليکلي چې د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ٨ امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم په سيدکرم ولسوالۍ کې دیوې نښتې له امله لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.