کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٥): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې موظفينو يې په کونړ ولايت کې يو ځانمرګى بريدګر او له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيولي دي.
په کابل کې د ياد رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې موظفينو يې د کونړ ولايت د مرکز اسعد اباد ښار له اړوندې برخې څخه يو ځانمرګی حفيظ الرحمن د محمد نبي زوی چې هوډ یې درلود په اسعد اباد ښار کې ځانمرګی بريد ترسره کړي، نيولی دی.
سرچينې زياته کړې چې نوموړي په خپلو څرګندونو کې اعتراف کړى چې پوځي او له ځانمرګو واسکټونو څخه يې د ګټنې زده کړې په پېښور ښار کې له خپلو پنجابي ښوونکو ترلاسه کړې .
ملي امنيت دغه راز ويلي چې موظفينو يې د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې يو ډاينا ډوله موټر چې پخ کې په سلګونو بنډله چاودېدونکي توکي بار وو کشف او نيولى دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن