کندوز (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٥): د کندوز امنيه قوماندان وايي، له هغه وروسته چې د طالبانو د زندان مسوول په کندوز کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو، طالبانو له دوى سره شپږ زندانيان د غچ اخيستو په موخه وژلي دي.
د کندوز ولايت چارواکو دوه ورځې وړاندې ويلي و، چې په کندوز کې د طالبانو د زندان مسوول جنت ګل له پنځلسو نورو کسانو سره يو ځاى د دغه ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى دى.
خو د ولايتي شورا غړي امرالدين ويلي و چې په دغو عملياتو کې ملا جنت ګل له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوى او څوارلس نور هغه مسافر دي چې څه موده وړاندې د کندوز-تخار لارې په اوږدو کې د طالبانو له لوري له موټرو ښکته کړل شوي و.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګلباغ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بهرنيو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکې د بريد په پايله کې د طالبانو د زندان مسوول له وژل کېدو وروسته طالبانو د غچ په ډول شپږ تښتول شوي مسافر وژلي دي.
هغه زياته کړه: "طالبانو هغه شپږ مسافر چې څه موده وړاندې يې د کندوز-تخار لارې په اوږد کې تښتولي و، په يوه کانتينر کې بنديان کړي او له هغه وروسته يې کانتينر ته چاودنه ورکړې ده.
د کندوز ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې روغتون ته تر اوسه پورې د شپږو مسافرو مړي ور وړل شوي دي.
د کندوز ولايت د عامې روغتيا رياست د عدلي طب مسوول ډاکټر داوود ابراهيم خېل پژواک ته وويل، د هغو شپږو مسافر مړي چې څه موده وړاندې د طالبانو له لوري تښتول شوي و او د خلکو په وينا، د هوايي بريد په پايله کې وژل شوي، په تېرو دوه ورځو کې ياد روغتون ته راوړل شوي دي.
د کندوز ښار اوسېدونکى ٣٠ کلن حافظ او د يوه وژل شوي خپلوان وويل: "د خوسر د ماما زوى مې د طالبانو له لوري د کندوز په لاره کې وتښتول شو او له هغوى سره بندي و، تېره شپه الوتکې بمبار کړى او په وژل شوو کسانو کې هغه هم موجود دى."
نوموړي د بېګناه کسانو نيول او وژل د اسلامي احکامو خلاف کار وباله او پژواک ته يې وويل، دلته راغلى څو د خپل خسر د ماما زوى جسد ولېږدوي.
login or register a new account.