لومړى تعقيب - خوست ښار ( پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې د خوست پر موسی خېلو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د ډله ييزو بريدونو په پايله کې لسګونو طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه لاهم روانه ده.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د چنګاښ په ١٢مه، پژواک اژانس ته وويل چې جګړه نن سهار وخته د سلګونو وسله والو طالبانو له لوري د موسی خېلو پر ولسوالۍ له بريدونو سره سم پيل شوه.
هغه زياته کړه ،سيمې ته تازه دمه سرتېري پر لاره دي، خو زياته يې کړه چې د نښتې د تلفاتو په اړه تراوسه پوره معلومات نه دي ورته رسېدلي.
په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي پژواک اژانس ته وويل چې په نښته کې ۱۰ طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي، چې مړي او ټپيان د نښتې په ډګر کې پراته دي.
هغه زياته کړه: ((يو د ملي اردو سرتېری او يو پوليس وژل شوي او نهه نور پوليس ټپيان دي.))
واحدزي وويل، د طالبانو دغه ستره حمله چې شاوخوا اته سوه وسله والو په کې برخه اخيستې، په شا تمبول شوې، خو له مرکزي دولت څخه جدي غوښتنه کوي چې د طالبانو د ځپلو په موخه پوځي چورلکې سيمې ته ولېږي.
د ولايتي شورا رييس همدارنګه وويل: ((د خوست له مرکز څخه د ملي اردو اضافي ځواکونه دغې جګړې ته ورلېږل شوي، خو د موسی خېلو ولسوالۍ د دوه منده په غرنۍ سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شوي.))
که څه هم واحدزي په دې بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو د ولايتي ملکي روغتون يو موظف ډاکټر د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه تراوسه د ملي اردو درې سرتېري په ټپي حالت کې روغتون ته وروړل شوي دي.
په همدې حال کې د سيمې يوه اوسېدونکي داوود پژواک ته وويل چې په جګړه کې دواړه غاړې درنې او سپکې وسلې کاروي او ولسوالي طالبانو محاصره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن