ګردېز (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٥): د پکتيا ولايت په ګردېز ښار کې د يوې نښتې له امله څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادر ګل ځدراڼ د چنګاښ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده نښته نن سهار د ګردېز لوېديځ لور ته د خټاوې په سيمه کې رامنځته شوې.
هغه زياته کړه، نښته په داسې حال کې رامنځته شوه چې پوليس پر لويه لاره پر تلاشۍ بوخت و، چې وسله والو پرې بريد وکړ.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې دوه پوليس وژل شوي او نور ټپيان دي.
امنيه قوماندان وويل چې ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوي ، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله و الو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.