لومړى تعقيب خوست ښار (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥): د خوست ښار په يوه ښوونځي کې د چاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د ښار اړوند د شهيد مطيع الله ښوونځي په شپږم ټولګي کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودېدونکي توکي د شپې له خوا په ټولګي کې ځاى پر ځاى شوي وو چې د چاودنې له امله يې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
بختيار وايي، چې په ټپيانو کې يو د ديني زده کړو ښوونکی او څلور کم عمره زده کوونکي شامل دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان تر پېښې وروسته سمدلاسه د ښار خصوصي روغتونونو ته لېږدول شوي، چې روغتيايي وضعيت يې ښه ښودل شوی دی.
د محمد انور په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چاودنه ډېره زوروره نه وه، يو شمېر ټپيان يې وليدل، چې چې په امبولانسونو کې روغتون ته ولېږدول شول.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه له پېښې سره د تړاو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
تر دې مهاله د پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP