Language

تخار کې د دوو نامسوولو قوماندانانو شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تالقان (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥): د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې د دوو نامسوولو قوماندانو تر منځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ينګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي جبران د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د دوو سيمه ييزو قوماندانو ملک تاتار او قوماندان غفور تر منځ نښته وشوه.

هغه وايي چې په دې نښته کې دوه وسله وال وژل شوي، يو ماشوم، دوه ښځې او يو وسله وال ټپيان شوي دي.

ده وويل: ((کوم وسله وال چې وژل شوي او هغه بل وسله وال چې ټپي دی، ټول د قوماندان غفور کسان دي؛ ځکه ملک تاتار د قوماندان غفور په قرارګاه بريد کړى دى.))

نوموړی وايي چې د ملک تاتار له لوري د ويشتل شوي هاوان مرمۍ د لګېدو له امله په يوه کور کې دوه ښځې او يو ماشوم هم ژوبل شوي دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور هم ياده نښته تاييد کړه.

هغه وويل چې په دې نښته کې يو وسله وال وژل شوی او درې نور ټپيان دي خو د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.

که څه هم تر دې دمه د دې نښتې اصلي لامل نه دی څرګند شوی خو تيمور وايي چې د پېښې په اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

تر ډېرو هڅو وروسته د دې نښتې په اړه د ملک تاتار او قوماندان غفور د نظر په اخيستو ونه توانېدو.

د تخار د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې نامسوول وسله وال ډېر شوي چې له امله يې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې هم زياتې شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics