مزارشريف (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۵): د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار ښاري محکمې څلور تنه د يوه ماشوم د اختطاف په تور په پنځلس، پنځلس کاله بند محکوم کړل.
دغه پرېکړه د چنګاښ په ۲۶مه، د مزارشريف ښار د ښاري محکمې له خوا په علني محکمه کې وشوه.
په ياده محکمه کې د پېښې د ښکېلو خواوو تر څنګ رسنيو هم ګډون درلود.
د ښاري محکمې قاضي وجيه الدين څلور تنه محمد بشير، محمد اصف، ميرويس او محمد عارف په پنځلس پنځلس کاله بند باندې محکوم کړل.
نوموړي د څلور واړو کسانو د نومونو د يادونې ترڅنګ وويل: ((تاسو څلور کسان د ۱۱کلن مصطفی د اختطاف په جرم د انسان د اختطاف او قاچاق د مبارزې د قانون د څلورمې مادې پر بنسټ او د همدې قانون د لومړۍ مادې په نظر کې نيولو سره؛ تاسو هر يو په پنځلس کاله بند محکوم ياست.))
پر بند له محکومو کسانو څخه محمد بشير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښاري محکمې فيصله ورته د منلو نه ده.
نوموړي د څارنوال پر څرګندونو نيوکه وکړه، چې دی يې په پېښه کې ښکېل ګڼلی دی.
هغه وايي، پوليسو پرې د وهلو ټکولو په زور خبرې ثبت کړي او په محکمه پرې استناد شوی دی.
خو د ۱۱کلن مطصفی پلار چې په محکمه يې موجود و، پژواک ته وويل چې د محکمې له پرېکړې څخه راضي دی.
نوموړي د څلور واړو کسانو نومونه واخيستل، چې له روژې وړاندې يې زوی ورته د ښوونځي له لارې تښتولی وو.
هغه وايي، له حکومت څخه د مجرمينو پر وړاندې د همداسې فيصلو غوښتنه کوي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد رفيق، چې په ياده محکمه کې يې برخه لرله، له شوې فيصلې راضي برېښېده.
login or register a new account.