پل علم (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): په لوګر کې د وسله والو طالبانو په بريد کې يو سيمه ييز پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بره کي راجان په سيمه کې وسله والو طالبانو په يو سراچه موټر بريد وکړ.
هغه وايي چې د دغه بريد په ترڅ کې يو سيمه ييز پوليس او دوه عام وګړي وژل شوي او درې نور عام وګړي ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((سيمه ييز پوليس، وړه لور يې او اوښی يې وژل شوي او د سيمه ييز پوليس دوه خويندي او يوه بله ماشومه ټپيان شوي دي.))
د ولسوال د معلوماتو له مخې، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
امين وايي چې د يادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د بره کي راجان سيمې اوسېدونکي ذکرالله پژواک ته وويل: ((تېر ماښام و چې د ډزو غږ مې وارېد، بېرون ته چې ووتم له يو سراچه موټر نه خلک تاو وو او ويل چې طالبانو پر دې موټر ډزې کړي دي.))
هغه وايي چې په دغه بريد کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بره کي برک د لوګر ولايت له نا امنو ولسواليو ده چې د مرکز پل علم سوېل لور په ٢٠ کيلومترۍ کې پرته ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP