Language

پکتیکا کې د چت لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

ښرنه (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د چت لوېدو په پېشه کې د يوې کورنۍ پنځه کسان مړه شوي دي.

د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکي عبيدالله سرروضه وال د  چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په سرروضې کلي کې د نعمت الله د کور چت رت لوېدلی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د مور او پلار په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په دې پېښه کې خپله نعمت الله، مېرمنه يې، دوه لوڼي يې او يوه زوى يې وژل شوي دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د وژل شوو ماشومانو عمرونه له دوو نه تر اوو کلونو پورې وو.

د پکتيکا ولایت مطبوعاتي دفتر هم ياده پېښه تاييد کړه خو د نورو جزئياتو په اړه يې معلومات ورنه کړل.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د همدغه ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې ٧ طالبان د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د همغږۍ دفتر مشر دادالله خان پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو خيرکوټ ولسوالۍ د تورتوت په سيمه کې ماينونه جوړول چې خپل ماين پرې چاودلى او اووه تنه په کې وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په سرروضې ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې څلور تنه وژلي وو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.