تالقان (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده چې په ترڅ کې يې طالبانو يو شمېر سيمې هم نيولې دي.
دغه څرګندونې د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې نن سهار په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه پيل شوې ده.
ده وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ پل مومن او ګورتپه سيمې نيولې دي.
اسير په ياده جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې د دغه ولايت امنيه قواماندان له مرستندويه ځواکونو سره سيمې ته رسېدلى او د مينګ چقور په سيمه کې په جګړه بوخت دى.
د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي شوکت الله پژواک ته وويل چې طالبان ښار ته نژدې شوې دي.
نوموړی وايي چې امنيتي ځواکونو له سهار راهيسې ډيرې سيمې وسله والو طالبانو ته پرېيښې دي او د تېښتې په حال کې ده.
هغه زياته کړه: ((امنيتي ځواکونه خو اوس طالبانو ته ځايونه پريږې بيا په اسانۍ سره نشي کولاى بيرته يې ونيسي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم وسله والو طالبانو د يوې مودې لپاره خواجه غار ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه خو امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ بيرته ترې ونيوله.
د يادونې ده، د خواجه غار ترڅنګ د تخار ولايت په ينکي کلا، درقد او اشکمش ولسوالۍ کې هم امنيتي ستونزې ډېرې شوي دي.
login or register a new account.