Language

د شمال ولسي سندرغاړى حسن بسمل مړ شو

مزار شريف (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): د هېواد د شمالي سيمو ولسي سندر غاړى د زړه د حملې له امله وفات شوى دى.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال عطاء محمد ساهو د زمري په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې حسن بسمل پرون ناوخته د مزار شريف د ابن سينا په روغتون کې مړ شوى دى.

هغه زياته کړه چې پر نوموړي د زړه حمله راغلې وه ، خو کله چې يې روغتون ته ورساوه، نو هلته يې ساه ورکړه.

ساهو وويل چې بسمل په ١٣٤٩ لمريز کال کې  د بلخ ولايت په سمرقنديانو کلي کې زېږېدلى او له ځوانۍ څخه يې پر سندرو ويلو پيل کړى و.

د نوموړي په وينا، هغه په دې  وروستيو کې په ولسي او دولتي پروګرامونو کې سندرې ويلې او د شمال په ډېرو برخو کې يې مينه وال درلودل.

ده زياته کړه چې د هغه جنازه به نن تر غرمې وروسته د مزار شريف په روضه کې ترسره او په خپله پلرنۍ هديره کې به خاورو ته وسپارل شي.

د مزار شريف يو تن مدني فعال احمد سير د هغه په مرګ خواشيني څرګنده او له حکومت يې وغوښتل چې له فرهنګيانو او هنرمندانو سره اقتصادي مرستې وکړي. 

login or register a new account.