کابل (پژواک ٦ زمرى ٩٥): د ماليې وزارت اعلان کړى، چې د اريانا ګډ سهامي شرکت (Joint Stock Company Aryana) لېواله دى، چې نوى کابلبانک په ٣١ مليون ډالره وپېري.
د وزارت د خزانو عمومي مشر محمداقا کوهستاني نن په يوه خبري ناسته کې وويل، هغې ګومارل شوې کمېټې چې د يادې کمپنۍ اسناد يې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې څېړل، د خپلو کارونو له بشپړولو وروسته د څېړنو پايله د افغانستان بانک ته لېږلې ده.
هغه زياته کړه، چې د اريانا ګډ سهامي شرکت له لوري وړاندې شوي اسناد ښيي چې يادې کمپنۍ ٣١ مليون امريکايي ډالره د نوي کابلبانک د پېرلو او ٢٠ مليون ډالره د ضمانت په توګه د افغانستان بانک ته ورکړي دي.
پر دې سربېره د ماليې وزارت د ياد لوړپوړي چارواکي په وينا، يادې کمپنۍ ژمنه کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په افغانستان کې د يو مليارد ډالرو پانګونه هم کوي.
د ماليې وزارت د خزانو مشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "د اقتصاد او عدليې وزارتونو، ملي تدارکاتو ادارې او نوي کابلبانک ادارې د ماليې وزارت تر مشرتابه لاندې د افر د تخنيکي برخو د ارزونې چارې ترسره کولې او اوس دغه بيه او راپور په رسمي ډول مرکزي بانک او لوړپوړو چارواکو سره شريکو."
د ماليې وزارت شا وخوا څلور مياشتې وړاندې ( د روان کال په مارچ مياشت) کې اعلان وکړ، چې نوى کابلبانک خصوصي کوي.
له اعلان وروسته د پاکستان مسلم کمرشل بانک او جه،اس، سي اريانا په نومونو دوه کمپنيو په دې برخه کې د نوي کابلبانک د پېر لپاره لېوالتيا وښوده.
پر يوې پاکستانۍ کمپنۍ د کابلبانک پلور د يو شمېر افغان سياسيونو سخت غبرګونونه راوپارول.
خو د ماليې وزارت ويلي، چې د پاکستان مسلم کمرشل بانک دغه شرايط نه دي پوره کړي او له نوملړ ايستل شوى دى.
ورته مهال د اريانا ګډ سهامي شرکت مسوول عبدالمنان شيواى شرق، په داسې حال کې چې د افغانستان بانک له لوري د يادې لړۍ د چټکتيا غوښتنه وکړه، وويل چې دوى چمتو دي چې د څار او پوښتنو په اړه ځواب ووايي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP