Language

د ماين چاودنه کې پنځه عام وګړي ووژل شول

پل علم (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې د دې ولايت په ازرې ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله پنځه عام وګړي وژل شوي دي.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د ولسوالۍ په کږې وږې سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې يو ډاډسن موټر د سړک غاړې په خښ شوي ماين ور برابر شو.

ده زياته کړه، ياد شوى موټر له کابل څخه د خاکجبار ولسوالۍ له لارې ازرې ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه او په پايله کې يې د ازرې پنځه ملکي وګړي ووژل شول.

د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې اوسېدونکي ډاکټر عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې دغه پېښه په لاره کې  د پرتو امنيتي ځواکونو د بې کفايتۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، په وژل شويو کسانو کې يوه مېرمن شامله ده.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د پېښې د پخلي ترڅنګ وويل  چې دغه ماين د طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوى و.

خو وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ازره د لوګر ختيځ لور ته په ٩٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لاره د لوګر له مرکز سره تړلې ده، چې له امله يې خلک د کابل د خاکجبار او يا هم د ننګرهار د حصارک له لارې ازرې ته تګ راتګ کوي.

دوه مياشتې وړاندې هم په دې لاره کې د ورته پېښې له امله شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.