Language

د بلخ دولتي ادارې د برېښنا شرکت ٢٠٠ ميليونه افغانۍ پوروړې دي

مزارشريف (پژواک، ١٢زمری ۹۵) : د بلخ ولايت برېښنا شرکت مسوولين وايي چې د دغه ولايت دولتي ادارې د برېښنا شرکت نږدې دوه سوه ميليونه افغانۍ پوروړې دي.

د برېښنا شرکت رییس محمدنسيم ګنجي دغه څرګندونې د زمري په ۱۱مه د بلخ د برېښنا په بيو کې د بدلون په تړاو خبري ناسته کې خبريالانو ته وکړې.

نوموړي وويل چې له دې وروسته به د بلخ برېښنا بېلونه د لګښت په نظر کې نيولو سره په بېلا بېلو کټګوريو کې چمتو کېږي.

د بلخ ولايت د دوو ولسواليو، بلخ او دهدادي او د مزارشريف ښار د لسو ناحيو اوسېدونکو د زمري په ۲مه د دغه ولايت ولايتي شورا ته د سلګونو کسانو په لاسليک عريضه وړاندې کړې وه چې په کې د برېښنا د بيو د ټيټوالي غوښتنه شوې وه.

په بلخ ولايت کې د يو کيلوواټ برېښنا بيه شپږ عشاريه پنځه ويشت افغانۍ وه چې د دغه ولايت اوسېدونکو، ولايتي شورا او د بلخ ولايت مقام ته د منلو وړ نه وه.

د بلخ د برېښنا شرکت مسوول محمد نسيم ګنجي وويل چې د روان کال له دويمې دورې به د بلخ اوسېدونکو هم د کابل په څېر د برېښنا بيې د لګښت په نظر کې نيولو سره په بېلابېلو کټګوريو کې ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې د راغلي بدلون له مخې له يو کيلو واټ څخه تر ۲۰۰ کيلوواټو پورې دوه نيمې افغانۍ، له ۲۰۱ کيلواټ څخه تر ۴۰۰پورې درې عشاريه ۷۵ افغانۍ، له ۴۰۱ کيلوواټ څخه تر ۷۰۰ پورې شپږ عشاريه ۲۵ افغانۍ، ۷۰۱ کيلوواټ څخه تر ۲۰زره کيلوواټ پورې اته عشاريه ۷۵ افغانۍ او له ۲۰زره څخه پورته لس افغانۍ لګښت راځي.

هغه وايي چې که څه هم ممکن په دغه بدلون کې برېښنا شرکت يو څه مالي زيان وويني خو دوی اړ دي چې عامو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره زيان ته غاړه ورکړي.

د برېښنا شرکت مسوول ګنجي وويل چې په ياد بدلون کې به عام خلک ګټه وکړي؛ خو هغه چې ډېر مصرف لري ممکن د تېرې بيې په پرتله ډېر قيمت ورکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.