Language

په نجراب کې وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

محمودراقي (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): چارواکي وايي، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته کومانډو ځواکونو د نجراب ولسوالۍ په افغانيه دره کې د وسله والو مخالفينو پر يوه قوماندان چاپه واچوله.

هغه زياته کړه، پر دې مهال د دواړو لورو تر منځ نښته شوې چې په پايله کې يې څلور وسله وال وژل شوي، درې نور ټپيان دي او يو ژوندی نيول شوى دى.

بلخوا په يادې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان اسد پژواک ته وويل، دا عمليات د وسله والو د مشر مولوي مالک پر ضد ترسره شول، خو هغه په تېښته بريالى شوى، خو وسله والو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وينا، د وسله والو دغه قوماندان په تګاب کې فعاليت کاوه او اوسمهال د نجراب افغانيه سيمې ته داخل شوی و.

د يوه بل خبر له مخې، د تګاب په جويبار سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو په نښته کې د يوې مېرمنې په ګډون درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د والي وياند دا پېښه تاييدوي، خو نور جزئيات نه ورکوي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.