خوست ښار (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): په سوېل ختيځ کې د ۲۰۳ تندرقول اردو چارواکي وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې لسګونه وسله وال طالبان وژلي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يادې قول اردو له مطبوعاتي دفتره د زمري په ٢٠مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د (خالد ۴) په نوم دغه پوځي عمليات وروسته له هغه پيل شوي چې په ياده ولسوالۍ کې د زرګونو طالب جنګياليو راپورونه ورکړل شول.
سرچينه وايي، په دغو عملياتو کې تر نن پورې ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي او همدارنګه د ډېری وژل شوو مړي په سيمه کې پاتې دي.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې په عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچينې زياته کړې: ((يو بي اېم يک، يو مېل هاوان، يو زيکويک او يوه دهشکه د ملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.))
د دې تر څنګ سرچينې ويلي چې د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ د لواړې په سیمه کې يې د (فتح) په نوم عمليات کړي، ۷ وسله وال په کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې همداراز ويل شوي چې د تندر قول اردو د څلورمې پلې لوأ سرتېرو د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ پر لويه لاره له وسله والو مخالفينو سره نښته کړې ده.
د سرچينې په حواله په ياده نښته کې ۹ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
خو طالبانو د حکومت دا ادعا رد کړې ده
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن