تالقان(پژواک،٢٣زمرى٩٥):د تخار د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، لسګونه کلي يې مواصلاتي لارې نه لري چې روغتون ته د ناروغ په لېږدولو او نورو برخو کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.
د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ د دشت مرزايى، چاکرقدق، جواز خانه، قره غاچ، سرجوی، لنګر، چپه دره، بتاش، تابتاش او قلعه ګرداب په ګډون ٤٥ کلي د رستاق ولسوالۍ مرکز او تالقانو ښار ته د موټر لار نه لري.
د رستاق ولسوالۍ دجواز خانې د کلي اوسېدونکي ۵۰ کلن عبدالغفور د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سړک د نشتون له امله خپل ناروغان پر خرو باندې روغتيايي مرکزونو ته رسوي.
نوموړی وايي: ((ناروغان مو پر خرو باندې رستاق ته رسوو، ډېری ناروغان مو په لاره کې له خرو لوېدلي او ژوند يې له لاسه ورکړی او ډېری نور بيا روغتون ته نه رسېږي، په خرو باندې له پنځو منو ډېر مواد هم نه شو بارولی، په ډېرو ځايونو کې د خره بار خپله په شا کوو.))
د چپې درې اوسېدونکي عسکر خان پژواک ته وويل چې د سړک نشتوالي له امله د دوی ستونزې بيا په ژمي کې څو برابره زياتېږي.
عسکر خان وايي چې په ژمي کې بيا خرونه هم په ډېرو ستونزو سره کلي او له کلي څخه ښار ته بيايي.
دی وايي: ((ډېره اوږده لار ده، دوه نيم ساعته لار تر رستاقه پورې ده، له هغه ځاى څخه تر تالقانو ښاره پورې بيا دوه ساعته لار ده، موږ تر رستاق ښاره پورې په خره ځوو او له هغه ځايه تر تالقانو پورې په موټر کې ځوو، سخته سرګرداني ده.))
د دغو سيمو اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د کوکتابې سړک ورته ورغوي چې لار يې تالقانو ښار ته لنډه شي.
دوی وايي چې د کوکتابې سړک تالقانو ښار ته د رستاق په پرتله درې ساعته نږدې دی.
خو په همدې مهال بيا د تخار د کليو پراختيا او بيارغونې رييس رازمحمد فيض پژواک ته وويل چې د کوکتابې سړک د جوړولو چارې يې پيل کړې دي.
فيض وايي چې دغه سړک له قلعه ګرداب څخه تر رستاق ښاره پورې ۳۶،۹ کيلومتره دی چې دوه نيم کيلومتره يې جوړ شوی او د پاتې برخې چارې به يې بشپړې شي.
نوموړی وايي: ((ددغو سيمو اوسېدونکي د سړک د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي، موږ ددغه سړک د جوړولو چارې پيل کړې دي، دغه سړک به د رستاق ولسوالۍ څه باندې ۴۵ کلي له مرکز تالقانو سره ونښلوي.))
login or register a new account.