Language

پکتیا کې ښوونکو ته د مسلکي زده کړو لړۍ پیل شوه

ګردېز (پژواک، ٣١ زمرى ٩٥): د پکتيا په مرکز او شاوخوا ولسواليو کې د سلګونو ښوونکو لپاره د مسلکي زده کړو دوه مياشتنۍ لړۍ پيل شوه.

د پکتيا د پوهنې رييس لقمان حکيم د زمري په ٣١مه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه پرګرام د پوهنې وزارت له خوا پلی کېږي چې اتلس ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

ده زياته کړه، دغه لړۍ به کابو دوه مياشتې دوام وکړي، چې دوه زره ښوونکو ته به مسلکي زده کړې ورکړل شي.

دی وايي، د دې زده کړو موده د هر ګروپ لپاره دولس ورځې ده چې د نارينه ښوونکيو ترڅنګ به ښځينه ښوونکې هم ترې برخمنې شي.

د حکيم په خبره، په دې پروګرام کې به ښوونکو ته د کيميا، بيولوژي، رياضي او نورو ساينسي علومو په برخه کې زده کړې ورکړل شي.

د ګردېز ښار د نسوانو لېسې استادې نور بي بي پژواک ته وويل، دا ډول زده کړې د دوى لپاره د تدريس په وخت کې ډېرې اسانتياوې برابرولی شي.

نوموړې وايي: ((په ساينسي علومو کې ورځ تر بلې پرمختګ کېږې او مونږ ته بايد هم دغه معلومات وخت په وخت نوي شي، ترڅو ېې د درس ورکولو په وخت ترې ګټه واخلو.))

نور بي بي وايي، د دې زده کړو د لړۍ موده کمه ده او که چېرې امکان وي، بايد نوره هم وغځول شي.

د يادولو ده چې دوه کاله وړاندې هم په پکتيا کې د سلګونو ښوونکيو لپاره ورته پروګرام پلی شوی و.

login or register a new account.