Language

امنيتي ځواکونو خواجه غار ولسوالۍ بېرته نيولې

تالقان (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٥): د تخار ولايت چارواکي وايي چې خواجه غار ولسوالۍ يې بېرته له وسله والو طالبانو نيولې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د وږي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ څخه پر خواجه غار ولسوالۍ ‌ډله ييز بريد کړى و.

هغه زياته کړه چې تر څو ساعتو جګړې وروسته طالبانو د خواجه غار بازار، د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ ونيولې.

خو تيمور وايي چې امنيتي ځواکونو نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د خواجه غار ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او ځينې نورې سيمې بېرته له طالبانو نيولې دي.

ده وويل چې امنيتي ځواکونه اوس په قرلق سيمه کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د تيمور په خبره چې وسله والو طالبانو د خواجه غار په بازار کې يو شمېر هټۍ  هم سوځولې دي.

د نوموړي په وينا، وسله وال طالبان پر درنو وسلو سمبال دي او له دشت ارچي څخه هاموي پوځي موټر او ټانګونه يې له ځان سره راوستلي، په ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى دي او پر دولتي ځواکونه ډزې کولې.

د والي وياند وويل چې د والي په مشرۍ دولتي ځواکونو اوس د ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل کړي او په سيمه کې سخته جګړه روانه ده.

د تيمور د معلوماتو له مخې چې په دې جګړه کې تر اوسه د تخار د والي دوه ساتونکي وژل شوي، دوه يې ژوبل دي او دوه پوليس وژل شوي او پنځه نور پوليس ټپيان دي.

هغه وايي چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي عرفان پژواک ته وويل چې د خواجه غار له بازار څخه شاوخوا درې کيلومتره لرې د اوروز بچه په سيمه کې طالبان له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

هغه وايي چې يو شمېر خلکو کډې بار کړې او له سيمې د تېښتې په حال کې دي.

login or register a new account.