ښرنه (پژواک، ٢ وږى ٩٥): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې د ١٧ ميليونو افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دې ولايت والي الياس وحدت چې يادې شوې ولسوالۍ ته يې سفر کړى و، وويل چې په دې ښوونځي ۱۷ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د هند له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
ده زياته کړه، د سيد جمال الدين ښوونځي دغه ودانۍ په يوه پوړ کې جوړېږي، چې لس درسي خونې، يوه اداره او نور اړين ملحقات به ولري.
نوموړي د دې ولسوالۍ له خلکو وغوښتل چې د امنيت ترڅنګ دې د پوهنې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو يې بچيان په راتلونکي کې د هېواد او هېوادوالو د خدمت جوګه شي.
د پکتيکا د پوهنې رياست سرپرست نسيم واجد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مټاخان کې څلور لېسې، يو منځنى ښوونځى او نهه ابتدايه ښوونځي موجود دي، چې کابو شپږ زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.
د يادونې دى چې په پکتيکا کې ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له کلونو کلونو راهيسې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP