Language

له کندوز سره د تاجکستان د وارداتي برېښنا مزى ونښلول شو

کندوز (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د کندوز برېښنا رياست چارواکي وايي چې کندوز ښار ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا مزى له يوې اوونۍ وروسته بېرته ونښلول شو.

د هېواد د شمال ختيځ زون د برېښنا مشر انجنير حميدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې کندوز ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا مزيي يوه اوونۍ وړاندې د کندوز په الچين پله ساحه کې د وسله طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتو کې پرې شوي وو.

هغه زياته کړه: ((د دغه رياست کارکوونکو په بيا بيا هڅه وکړه چې مزى ونښلوي، خو د نښتې له امله بريالي نه شول او پرون ماښام وتوانېدو چې دغه مزى ونښلوو او کندوز يو ځل بيا روښانه کړو.))

د کندوز اوسېدونکي د برېښنا لين د بېرته نښلولو په اړه خوښي څرګندوي او له حکومت غواړي چې د ښار له شاوخوا د وسله والو مخالفينو د پاکولو لپاره عمليات تر سره کړي.

د کندوز اوسېدونکي فيروز وويل: ((کندوز يوه اوونۍ برېښنا نه درلوده، له ګڼو ستونزو سره مخ وو، تېره شېبه بېرته راغله.))

هغه هم غوښتنه وکړه چې له کندوز ښار نه د وسله والو طالبانو د لرې کولو لپاره دې عمليات وشي.

د کندوز بل اوسېدونکي ذبيح الله مجيدي هم ښار ته د برې‎ښنا په راتګ خوښ ښکارېده، خو د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه لري.

هغه وويل: ((يوه اوونۍ برېښنا نه وه، جګړه هم ښار ته نږدې شوې، که چېرته وضعيت همداسې دوام وکړي، برېښنا به په بيا بيا پرې شي، له دولت غواړو چې د ښار شاوخوا د وسله والو مخالفينو پاکه شي.))

د ويلو ده چې د کندوز برېښنا  له تېرو لسو کلونو راهيسې له تاجکستان نه را غځول شوې او د کندوز له لارې تخار او بغلان ته هم لېږدول شوې ده.

login or register a new account.