Language

د پکتیا په جاني خېلو کې سخته جګړه روانه ده

ګردېز (پژواک، ٥ وږى ٩٥): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، له تېرې شپې راهيسې د دغه ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د دولت د مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د پکتیا د امنیې قوماندانس د امنيت امر سمونوال محمد ايوب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه جګړه د تېرې شپې له نيمايي څخه پيل شوې چې تر اوسه پورې (د ماسپښين دوه بجې) دوام لري.

ده زياته کړه، په جګړه کې تر اوسه پنځوسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدا ډول يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د هغه په خبره، وسله والو د جانې خېلو ولسوالۍ په سيمو کې لارې تړلې او غواړي ولسوالۍ ونيسي، خو وايي چې وسله والو ته به اجازه ورنه کړي چې ولسوالۍ ته دننه شي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دوی د جاني خېلو ولسوالۍ ته رسېدلي او ډېر ژر به دغه ولسوالۍ ونيسي.

نوموړی خپل لوري ته اوښتې مرګ ژوبله نه مني او زیاتوي، امنيتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په جاني خېلو کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د امنيتي ځواکونو او مخالفينو تر منځ جګړې روانې دي.

login or register a new account.