کندوز (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سوداګريزو مالونو د لېږد را لېږد د يواځېنۍ ترانزيټي لارې (الچين پول) په ويجاړېدو سره خلکو او سوداګرو ته سختې مواصلاتي ستونزې پيدا شوې دي.
د کندوز امنيتي چارواکي وايي، الچين پول چې ٣٠٠ متره اوږدوالى او شپږ متره پلنوالى لري، د دغه ولايت درې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي او تر څنګ يې له تاجکستان سره د کندوز نښلوونکى دى، ياد پول يوه اوونۍ وړاندې د وسله والو مخالفينو له لوري ويجاړ شو.
د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، د الچين پله له ويجاړېدو وروسته د صادراتي او وارداتي توکو سلګونه موټر د پله د ويجاړېدو په سبب درېدلي چې د هېواد اقتصاد ته يې ستر زيان اړولى دى.
د کندوز ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې د صنايعو او صادراتي توکو د پراختيا مدير مسعود وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له هغې ورځې چې الچين پول ويجاړ شوى، سوداګرو هره ورځ لږ تر لږه دوه سوه زره امريکايي ډالره تاوان کړى دى.))
هغه زياته کړه چې د دغه پله د الوځولو له امله پوليسو ته اوښتى زيان کولى شي چې په ټوله کې په دغه ولايت کې سوداګريز فعاليتونه په ټپه ودروي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، هره ورځ سلګونه موټر له کندوز ښار نه ولسواليو او له ولسواليو بېرته ښار ته تلل، د دې تر څنګ په خوراکي توکو، سمنټو او نورو موادو بار لسګونه موټر پر همدغه پله له تاجکستان نه افغانستان ته تېرېدل.
بلخوا هغه سوداګر چې له تاجکستان نه د سمنټو د توريد کار کوي، وايي چې پخوا د پاکستاني (فوجي) سمنټو بيه صفر ته رسېدلې وه او د تاجکي سمنټو بازار تود و، خلکو هم تر ډېره تاجکي سمنټ کارول، خو د الچين پله له ويجاړېدو وروسته د پاکستاني سمنټو بازار بېرته غوړېدلى دى.
په کندوز کې د سمنټو يوه سوداګر منصور وويل: ((پاکستاني سمنټ هم بې کيفيته دي او هم يې بيه لوړه ده، خو د تاجکي سمنټو بيه او کيفيت ښه دى. په تېرو څو مياشتو کې د پاکستاني سمنټو بيه صفر ته رسېدلې، خو ددې پله په ويجاړېدو سره ښايي چې د پاکستانيو بې کيفته سمنټو بيه يو ځل بيا لوړه شي.))
نوموړي له حکومته وغوښتل چې ډېر ژر دې الچين پول له سره ورغوي.
د کندوز ولايتي شورا غړي غلام رباني رباني هم وويل چې د دغه پله ويجاړېدو د خلکو ستونزې زياتې کړې؛ ځکه چې دغه پول د څلورو ولسواليو او شېرخان بندر خلک د ولايت له مرکز سره نښلوي.
رباني وويل سره له دې چې د دې څلورو ولسواليو اوسېدونکو له همدغه پله په ګټه اخيستو سره له کندوز ښار نه د خپلې اړتيا وړ توکي پېرل، خپل محصولات يې هم د پلور لپاره کندوز ښار ته لېږدول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن