ګردېز (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د پکتيا امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د جاني خېلو او ډنډپټان په ولسواليو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ١٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان دغه ادعا نه مني.
وسله والو طالبانو درې ورځې وړاندې د پکتيا چاني خېل ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بې پيلوټه الوتکې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو او قطارونو بريدونه کړي چې په پايله کې يې ۱۲۰ طالبان وژل شوي دي.
نوموړی وايي دغه هوايي بريدونه د جاني خېلو په لوړې او د ډنډپټان په مقبل درې سيمو کې شوي او لاهم دوام لري.
نوموړي د جاني خېلو ولسوالۍ د بېرته نيولو په اړه مستقيم څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په يادې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پيل شوي دي.
په جاني خېلو ولسوالۍ کې يوه امنيتي سرچينه چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې دغه بريدونه د وسله والو طالبانو د موټرو پر يوه کتار شوي دي.
دغه سرچينه وايي چې په دغه بريد کې هغه څلور اېم بي موټر چې له امنيتي ځواکونو څخه طالبانو نيولي وو، هم له منځه تللي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په جاني خېلو او ډنډپټان کې دوه ځايه پر طالبانو نه، بلکې په ملکي کسانو هوايي بريدونه شوي دي.
هغه زياته کړه: (( یو ځای پر یوې مدرسې بمبار شوی چې ګڼ شمېر شاګردان او کلیوال په کې شهیدان شوي، بل ځای موږ څه سپين ږیري خلک ددې لپاره راغوښتي وو چې په جاني خېلو کې د دښمن پاتې جسدونه ورته تسلیم کړو، دښمن په هغه ځای هم بمبار کړی چې ۴ ملکي کورونه نړېدلي او عامو خلکو ته په دواړو پېښو کې دروند ځاني او مالي زیان اوښتى دى.))
مجاهد وايي چې حالات جنګي دي او هيڅ مهال هم په لوړه کچه طالبان په هغو ځايونو کې نه را ټوليږي چېرې چې د هوايي بريدونو امکان وي.
د يادونې ده، جاني خېلو ولسوالي له تېرو څو مياشتو راهيسې کلا بنده وه، تر دې مخکې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو لوړپوړي امنيتي پلاوي هم د يادې ولسوالۍ د امنيت لپاره پکتيا ته سفرونه کړي وو.
د بغلان سلګونو اوسېدونکو چې زامنو يې د ملي ځواکونو په ليکو کې په جاني خېلو ولسوالۍ کې دندې ترسره کولې او محاصره وو، د هغوى د خلاصون په موخه لاريونونه وکړل او د کابل- شمال لاره يې تړلې وه.
login or register a new account.